د راز او نياز تصوف

څلورمه برخه

ليک : س ، سيرت

داسلامي رواياتو په اساس يو مسلمان بايد خپل ټول ژوند په اسلامي اخلاقو ، لوى رب العزت ته په عبادت دالله تعالى نازولي پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم مباک شان په درود ويلو تير کړي

هغه اعمال ترسره کړي چې الله ،دالله رسول او دالله  بندګان ترې خوښ وي دا ډول ژوند لپاره په اسلامي اصولو برابرى لارې ته اړتيا ده  او دا لار په اسلامي اخلاقو او عباداتو خپليږي

په ريښتنې توګه او په پاک زړه عبادت وکړي که يو مسلمان په خپل ژوند کې زياته برخه عبادت ته ورکړى ډير ښه او که زيات وس ئې نه وي د خپل قدرت په اندازه عبادت وکړي خو په اصلا او پدې باور چې په خپل پاک عبادت لوموړى  دځان پيژندنې او بيا د راز نياز دتصوف مقام ته رسيدلى شم

پدې ځاى کې په اخلاص سره کم او  لږ عبادت هم دالله په دربار کې دقبوليت دى که په دنيائي کارونو کې څو ک دجاپان په څېر اوږدې ترانې ووائي يادسروې د ونې په څېر په کال يو يادوه انچه لوړه شي توپير ئې جدا ليداى شي

خو په پاک زړه عبادت د زيات عبادت ځاى موندلاى شي .

له بده مرغه مونږ چې دالله عبادت کوو هغه هم په بيلا بيلو ډلو ويشل شوي يو ځنې مخالفتونه شته چې هغه دپخوا نه مونږ ته را پاتې دي

خو بايد مونږ خپل هدف ته درسيدا لپاره مخالفتونه يوخواته کړو

خپله اصلاح وکړو دا دليل  ونه وايو چې د بدر په غزا کې ابوبکر صديق او دهغه ځوى يو بل سره په جګړه وو مونږ بايد دسولې ، پراخوالي ، ترقۍ ، اسلامي وروګلوۍ او داسلام دمقدس دين دپراختيا لپاره قرباني ورکړو

ديو بل پر وړاندې خنډونه او ديوالونه جوړ نه کړو لکه دچين دديوال له سپوږميه هم ښکاره شو .

ددې ټولو ستونزو دله منځه وړلو لپاره مونږ دريښتنې عمل ضرورت دى اختلافات په نورو اديانو کې هم شته عيسويان په دوه برخو ويشل شوي دي

يوه ډله ئې رومن کاتو ليکان بله ډله ئې پروټسټنټ دى خو دهغوى مذهبى اختلاف زمونږ د مذهبي اختلاف تر کچې نه دى رسيدلى چې ځنى دعالمانو په جامه کې دصوفياکرامو مخالفت کوي

دريښتنې او لباسي صوفي ترمنځ توپير نه کوي دصوفياى کرامو په مخالفت ډول ډول تبليغات ئې دنده ګرځولى ده

او په سپينه جامه کې ئې داسلامي اقدارو مخالفت ته ملا تړلې ده .

مونږ دهغه تصوف يادونه کوو چې که پر خلاف ئې څو ډنډورچيان هرڅو پرپاګنډ وکړي يوه زره به هم په کې تغير رانه شي که يو ذاکر او عبادت کوونکى په تمامه مانا له ګناهونو ځان وژغوري

الله ته له  توبه  وروسته له خطاؤ په صدق سره وکړي  دبل چا حق ونه خوري له خولې او لاسه ئې خپل خپلوان او ګاونډيان ازار نشي ددي دنيا دمال دولت پر ځاى دهغه دنيا دابدى ژوند لپاره شپه او ورځ په عبادت تېره کړي . هر چا سره په عاجزۍ چلند وکړى او نورو نيکو اعمالو په کولو سره دراز او نياز د تصوف مقام خپل کړى

دهغه په مقابل کې بيا هيڅ مقاوت نشي کولاى چې ددريږي  په اصل کې دراز او نياز دتصوف مقام الله پاک ته په ريښتنې عبادت او دخپل پير په اطاعت ترلاسه کيداى شي

هغه څه چې په ريښتنې توګه پرې يو ذاکر د راز او نياز تصوف مقام ته رسيدلاى شي هغه بايد دخپل پير داطاعت ترڅنګ پټ او ښکاره ذکر ته دوام ورکړي

په خوله او زړه دواړو ئې دالله ذکر وي په ذکر کې علماء کرام دوه نظره لري ځنې وايي ذکر بالجهر ياښکاره ذکر پر پټ ذکر لوړ مقام لري ځنې وائي  دواړه دالله ذکر دى

او الله  دواړه اوري په دواړو ذکرونو سره دانسان تصفيه او ترکيه کيږي يومشر مفسر مولانا محمودالالوسي په خپل تفسير روح المعاني کې وائي هغه ريښتنې خلک دي چې دالله ذکر کوي

درسوت بقرې  دآيت چې الله فرمائي  ما ياد کړئ چې تاسې ياد کړم احسانونه مې قبول کړئ  نا شکرى مکوئ

جلال الدين السيوطى ئې په جلالين شريف کې تفسير کوي الله تعالى فرمائي  که بندګان مې پټ ياد کړى پټ به ئې يادکړم  او که په ښکاره مې ياد کړي ښکاره به يې ياد او فضليتونه به ورکړم

داسلام ستر مفسر علامه صاوي او نور علماء پدې اتفاق کوي چې په ښکاره ذکر بهتر وي ځک کاڼي بوټي او هرڅه ئې اوري دقيامت په ورځ به  ذکر دنيکۍ دلالت کوي .

اوس مونږ ته پکار ده چې له ګناهونو به پرهيز او نيکو اعمال ځان دراز نياز تصوف مقام  ته ورسوو .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*