‏٧ اکتوبر پرافغانستان دامريکا يرغل

ډاکټر احسان ځواکمل‏

اتلس کاله دمخه امريکا په ډيره سپين سترګۍ او په نيويارک کې پرسوداګريز مرکز دډرامې ‏په جوړولو پرافغانستان يرغل وکړ ‏
ددې يرغل لپاره د امريکا سره دمخه کوم يو هېواد ملګرتيا نه کوله خو دملګرو ملتونو په ‏وسيله چې امريکا پرې واکمنه ده يوشمير اشرګړي هېوادونه ېې دناټو په چوکاټ کې ‏دامريکا سره ملګري کړل او په افغانستان کې ېې ديوې نيمې اوونۍ په دوام د طالبانو هغه ‏دامن نظام چې نه په افغانستان کې ليدل شوې او نه به وليدل شي نسکور کړ.‏
امريکا لومړۍ په افغانستان کې دطالبانو د نظام دنسکوريدا او په کابل کې دخپلې خوښې ‏دحکومت جوړولو لپاره په بن کې غونډه وکړه دهغې غونډې په وينا ؤ کې دحکومت ‏جوړونې زياتې پريکړې وشوې دوه پريکړې ېې د يادونې وړ دې چې دنورو پريکړو ترڅنګ ‏تر اوسه عملي نه کړاې شوه، يوه په افغانستان کې دامن اوبله په افغانستان کې د درې نيم ‏لکه پوځ دروزلو او جوړولو ، ددې ترڅنګ امريکا نړيوالو ته څرګندوله چې په افغانستان ‏کې د ترورستانو د ځپلو لپاره ېې خپل او دناټو په چوکات کې پوځونه ليږلې دي خو امريکا ‏خپله په افغانستان کې په ترورستې اعمالو پېل وکړ.‏
د هېواد دشمال په څير يو شمېر غرب پلواشخاصو دامريکا يرغل ته يرغل نه وايه خو په ‏افغانستان کې چې ېې دامريکايي يي پوځونو وحشت او پرجنازو، ودونو، جوماتونو او د ‏دولت پرامنيتي پوځونو ړندې بمبارۍ وليدې بيا د امريکا پريرغل پوهه شول خو اوبه له ‏ورخه تيرې او هيڅ ېې نشول کولاى.‏‎ ‎
امريکا په افغانستان کې دخپل تجاوز اړخ د سولې او امن لورې ته منسوباوه خو په حقيقت کې ‏همغه امريکا چې په اسلامي هېوادونو( فلسطين ) کې ېې د اسرائيلوملاتړپه دوام دفلسطين ‏مسلمانان شهيدان کړل
‏ په افغانستان کې ېې هم د بې وزله او بې ګنا ملکې وګړو په شهادتونو پېل وکړ، چې ترننه ورځې ‏پورې دافغانستا په لرو پرتوسيمو کې پر ولسي وګړو امريکايي هوايي پوځونه ړندې بمبارې ‏دوامداره ساتي .‏
اتلس کاله دمخه چې امريکا ديرغل پرمهال خپل پلوو افغانانوته د پرمختګ زيري ورکول ترنن ‏ورځې پورې دافغان ولس ورځ دتير په څيربده ده، دنړې په پراخه مرستو کې افغانستان د ‏بريښناله درکه لس ميليونه ډالر پور وړې دي .‏
امريکا په لومړي سر کې په خپل لاس کښينول شوي کرزي حکومت ته ډاډ ورکاوه چې دښځو، ‏ځوانانو، اوکمکيانو حقوق به ورکړل شي هغه حقوق چې دمخه ېې لرل هغه ېې هم ترې وتروړل‏
، ځوانان د بې کارۍ او نا امنۍ له امله اروپايي هېوادونوته دتلو په ليارو په سمندرونو کې ‏دکبانو خواک شول ، ښځې د ديموکراسۍ په نوم په پوځ او ادارو کې په جنسي تيريو بې پته او ‏پې غزته شوې او ماشومان دغربي کلتور په دود ولو سره له اسلامي او افغاني اخلاقو بې برخې ‏شول اواروپايي تهذيب ورته په بدل ورکړل شوچې څوکاله پس به نه مسلمان او نه افغان وي.‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*