د نيک نظري افغان ولس سره دامريکا تاريخي دښمني

ليک : س ، سيرت

افغانانو لومړى له انګريزانو او بيا دروسيې ، امريکا او ايران څخه  دارام سانده اخستي تل ئې ددوستۍ تر څادر لاندې ورسره دښمنې کړيده

افغانانو په خپل  لرغوني تاريخ پر چا تېرى نه دى کړى او که ووايو نو تش په نوم  ټګمارو  دوستانو ورسره  دومره ټګي کړى  چې تل ئې خپله دفاع کړي ده او په زياتو وختونو کې روسانو ، انګريزانو او امريکايانو د دفاع حق هم ورته نه دى پريښى په يو او بل نوم ئې په خپلو کې سره اخته کړي دي

دافغانستان په واکمنو يواځنى کس  سردار داود خان ؤ چې سره دځنينو ستونزو روسانو او امريکايانو ته ئې سرنه ټيټاوه دهغوى باداري ئې نه منله همدا لامل ؤ چې په تورمخو کمونستانو ئې وواژه دپخواني بادشاه ظاهر شاه او سردار داود خان ترمنځ هم امريکا اختلافات را پيدا کړى وو خو سردار داود  د روس او امريکا په خوښه نه بلکه خپله ظاهر شاه سره اختلافات وو .

کله چې په ١٩٦٣ د مارچ په ١٤ مه ډاکټر محمد يوسف صدر اعظمۍ  ته په رسيدا دکابينې د ١٦ تنو وزيرانو دټاکل کيدا لاس ليک واخست  امريکائي  رسنيو اعلان کړه  چې د سردار داود او ظاهر ترمنځ دومره اختلافات دي  چې شايد داود خپل کور پر دې اختلافاتو  په نورو هېوادونو کې پنا واخلى خو داود  چې دهمدې کال دمارچ په ١٥ دکابنيې لومړۍ غونډه جوړيدو   سره د سردار محمد نعيم او علي محمد دکابينې ته ورغلل لومړى وينا سردار محمد داود وکړه او ډاکټر محمد يوسف ته ئې دکابينې په جوړولو چې ډګر جنرال خان محمد وزير ئې ددفاع او عبدالله ئې دکورنيو چارو وزيران غوره شوى ؤ مبارکي ورکړه له داود ورته وويل چې  ته دټولو امريکائي  رسنيو دتبليغاتو خوله وربنده کړه .

نوي ټاکل شوى صدر اعظم ډاکټر محمد يوسف دکابنيې په لومړۍ غونډه کې دروسيې ، ايران ، هند ، ترکيې او … ترڅنګ چې خپله بهرنۍ پاليسى ئې اعلان کړه دامرياک په اړه ئې  وويل ( مناسبات دوستانه افغانستان باايالات متحده امريکا با اساس حسن نيت واحترام متقابل انکشاف يافته و به همکارى ها و کمکهاى فنى اقتصادي وفرهنگي اين روابط توسيعه مييابد ) ډاکټر محمد يوسف امريکا سره ددوستۍ دساتلو په اړه په خپله وينا کې بيا وويل حکومت افغانستان مساعى خود را براى حفظ وتقويه توسعه مناسبات دوستانه ئې خود به ايالات متحده امريکا ادامه خواهد داد .

امريکا دډاکټر محمد يوسف دصدر اعظم د ټاکنې له امله دبهرنيو چارو  وزير دين رسک په خوله دجمهور رئيس جان ايف کينډى د مبارکى پيغام افغانستان ته مخابره او بس . کړ

خو کله چې روسيې دامريکا سره په مخالفت دهمکارۍ وعدې افغانستان سره وکړې امريکا هم په سياسي مخالفت پيل وکړ .

له دې وروسته روسانو او امريکايانو دافغانستان سره حقيقي مرسته نه کوله  بلکه افغانستان سره دمرستو په نوم ئې خپل سياسي او اقتصادي سيالۍ په مخالفتونو پاللې .

امريکا په کابل کې دخپل سفير  جان ملتن ستيوز په خوله دماليې  وزير عبدالله ملکيار سره په ليدنه کې افغانستان سره ٤٧٠٠٠زرو ټنو دمرستې اعلان وکړ

په مقابل کې دپخوانى شوري اتحاد دهغه وخت دعالي شور رئيس برژنيف د ١٩٦٣ دجون په ١٦ ديوه پلاوي په مشرۍ افغانستان دسفر غوښتنه وشوه چې دبادشاه محمد ظاهر شاه لخوا قبوله شوه .

امريکا کابل ته دبرژنف دسفر کولو دمخه ډاکټر محمد يوسف ته بلنه ورکړه او ديوه پلاوي په مشرى ډاکټر يوسف امريکا ته ولاړ

روسيې رسنيو دهغه وخت دروسيې دشورا غړي اوريانوف له خولې وليکل چې په افغانستان کې دروسيې او امريکا ترمنځ سيالي پالل به نه يواځې دا چې افغانستان بلکه روسيه او امريکا به هم تاواني کړي .

دافغانستان او امريکا ترمنځ اړيکى وروسته له هغې سړى شوى چې د ١٩٨٣ د نومبر په ٣٠ مه دامريکا جمهور رئيس جان ايف کينډى ووژل شو .

دامريکا دجمهور رئيس جان ايف کنډي وژل روسانو ته ګټور تمام شول پخوانى شوروي اتحاد په مسکو کې دافغان سفير عبدالحکيم شا عالمى په مرسته دافغانستان دمطبوعاتو دوزارت مرستيال روښان او دروسيې دبهرنيو اړيکو دکميټى درئيس رومانوسکى په لاسونو دفرهنګي او کلتوري همکاريو تړون لاس ليک کړ .

افغانانو دټولو ګاونډيو اسلامي او غير اسلامي هېوادونو سره داسلاميت او افغانيت په رسا په خپل نيک نيت او نظر ژوند کړيدى خو انګريز، روسيې امريکا او ځنې نورو هېوادونو ددوستۍ په جامه کې افغان ولس سره  دښمني کړيده خو تر ټولو زياته دښمني دافغانانو سره امريکا کړى او کوي ئې چې د دوستۍ په نوم په تېرو څلور لسيزو کې دهمکاريو په نوم افغانستان ته دروسانو دمقابلې او پټ جنګ په دوام جاسوسان ليږلي ، روس ددوستۍ په نوم افغانان په يو او بل نوم وژني دسولې په مخ کې نه يواځې دا چې خنډونه پيدا کوي بلکې له سولې په انکار افغانستان نور هم دافغانانو په وينو او جنازو ورانوي

تاريخ به دافغانانو نيک نظر او دامريکا ددوستۍ په نوم دښمني په خپلو پاڼو کې ثبت کړي .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*