د راز او نياز تصوف

ليک : س ، سيرت

دريمه برخه

لکه چې دتصوف يادونه کيږي نو د هر لوستونکي ذهن  ته دا راځي چې دالله رب العزت دريښتنې بندګۍ په اړه  موضوع را څرخي خو په دې پوهيدل هم ضروري دي چې مونږ دخپل رب العزت په څه ډول بندګۍ سره دتصوف مقام ته ځان رسولاى شو

څرنګه په خپل عبادت کې خشوع وکړو چې الله رانه رضا شي ؟

په ساده توګه په دې هم باور کولاى شو چې کله يو عبادت کوونکى په خپل عبادت کې څومره خپل رب العزت ته په پټ او ښکاره ذکر دشپې په نفلونو،تهجدوا و نيکو اخلاقو ځان نږدى کړي د تصوف لار به ورته روښانه شي

تصوف ته هم هغه وخت انسان لار موندلاى شي چې په ديندارۍ کى زياتوالى راشي . خپله د تصوف په طريقه کې ډير څه شته چې په دواړو جهانونو کې ورته اجر ثواب رسيږي

په دې دنيا کې ئې دالله بندګي سرته رسولى او په هغې دنيا کې يې ددې دنيا دعباداتو ثمره هغه صوفيان په خپله طريقه له دې  لارو غواړي ځان الله ته نږدى کړى .

يوه ډله صوفيان غواړي دالله له مخلوقه څه پټ  دالله عبادت وکړي  او په دې راز بل هيڅ څوک پوهه نه وي.

دويمه ډله غواړي دالله بندګانو خدمت په شرعي اصولو سره وکړي

دالله عبادت ئې دالله درضا لپاره وي

دريمه ډله : هغه صوفيان دي چې دالله په مينه کې دومره مست وي چې ددې دنيا دخلکو سره ئې هيڅ کار نشته،  ټول ژوند ئې د عبادت ژوند وي

دوي په دې فکر وي څه وخت به آبدى ژوند او حقيقى دنيا ته ځان رسوي

څه وخت چې مونږ په تصوف کې د راز او نياز يادونه کوو نو دا دريمه ډله صوفيان په ريښتنې توګه د راز اونياز تصوف ته رسيدلى دي .

دتصوف په مقام کې چې کله صوفيان د ذکر په دوام دالله نږديوالى غواړي  نو فقراء يا فقيران هم ځان دراز او نياز په تصوف کې شميري

فقيران بيا وائي  هغه صفات چې صوفيان يې خپلوي مونږ تر هغوى  هم په لومړى قدم کې يو

ځکه خو ځنې وخت فقيران دصوفيانو په ډول خپل فقر ته ترجيح ورکوي

دصوفيانو او فقيرانو ترمنځ چې کوم يو دراز او نياز تصوف ته ژر لاره مومي  نو عارفان ئې لږ څه موضوع روښانه کوي

وايي  همدا فقيران دي  چې دتصوف مقام ته رسيدلي وي  چې دفقر په ژوند کې دالله بندګى په ريښتنې توګه وکړى  د تصوف دربه ورته په لاس ورشي .

شيخ عبدالقادر جيلاني په دې اړه موضوع راغونډه  کړې وائي  ، مشايخ ، فقرا، صوفيان  کرام ، عرفاء چې دالله د رضا لپاره ئې خپل ژوند عبادت ته وقف کړي دى هر يو دخپل عبادت په اندازه الله ته نږدې او دالله دوست دى

د ټولو بيلا بيلې لارى يو هدف چې هغه دالله رضا ده ترلاسه کول دي  .

دراز او نياز دتصوف لوړ مقام ته همدا مشايخ ، فقرا، عرفا  او صوفيان  کرام رسيدلاى شي

ځکه لوى رب العزت ئې په ريښتنې توګه پيژندلى او په ريښتنې عبادت ئې ورته دبندګۍ سر ټيټ کړى دى

ځنې علماء فرمائي  چې کله اهل تصوف دخپل راز او نياز اصلى مقام ته ورسيږي  ددوي خوب هم په بيدارۍ او دالله په عبادت شميرل کيږي

دغه انسان دلمانځه نه بهتر دى چې په لمانځه ولاړ خو فکر ئې نورو خواو ته وي که ددى علماء ويناؤ ته وکتل شي بيا دراز او نياز تصوف مقام هغه مقام وي  چې بل لوړ مقام ترې نشته او بايد مونږ په خپلو عباداتو سره لومړې ځان دتصوف لومړۍ  پوړۍ او بيا په خپلو عباداتو لومړى  مقام ته ورسوو .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*