په افغانستان کې روانه جګړه او دامريکا پاليسي

ليک : س ، سيرت

دافغانستان او منځنۍ اسيا لپاره چې دامريکا جمهور رئيس ټرمپ خپلو مشاورينو او نظاميانو سره کومه پاليسي جوړه کړه په هغې کې دسولې څرک نه څرګنده  يواځې او يواځې په جګړه په کې ټينکار شوې ؤ او دبش وروسته ټرمپ دى چې تل په افغانستان کې په جګړه ټينګار کوي

. ټرمپ غواړي په افغانستان کې د ثموديانو تاريخ بيا را ژوندى کړي لوى هېوادونه ، لوى قومونه واړه هېوادونه او قومونه غلامان کړي .

که د ټرمپ غرور او ښکرورتوب ته وکتل شي تر نن ورځ به په فلسطين ، عراق ، سوډان ، افغانستان ، ګرجستان او نورو هېوادونوکې  مسلمانانو دژوند سانه وه اخستي

خو نيکبختي داده چې ټرمپ په سر کې د ژوند کولو ماغزه هم نه لري  خپل دحکومت د پيل وفادار ٧ ملګري يې  په استعفاؤ او ګوښه کولو له لاسه ورکړل

ټرمپ نه يواځې دا چې په افغانستان کې ئې د جګړى اور بل کړي دى بلکه افغانستان ئې دګاونډيو هېوادونو سره هم دجګړى په ډګر کې ښکيل کړى دى

دايران لپاره دامريکا دځانګړى استازى بريان هوک وينا ده  چې په ٢٠١٨ م دنومبر په مياشت کې  لومړى وينا وکړه  هغه داوه  چې ايران طالبانو ته وسلې ورکوي

دامريکا دموجوده اداري ټول چارواکي په افغانستان کې دجګړې پلويان دي  نه غواړي افغان ولس دارام سا واخلي

په افغانستان کې دجګړې دوام لپاره دبهرنيو پوځونو په حضور ټينګار کوي .

په ٢٠١٨ ددسمبر په ٥ مه چې په واشنګټن کې دافغانستان لپاره پوځي  پريکړو غونډه  جوړه شوى وه دامريکايي ځواکونو د قوماندانۍ نوماند جان مکنينرى په غونډه کې وويل په افغانستان کې بايد زمونږ پوځ د تل لپاره پاتې وي

که زمونږ ځواکونه له افغانستان څخه  ووځي او  کابل پريږدي بيا طالبان واک ترلاسه کوي په همدې غونډه کې پوځي سرلښکر جوزيف ډانفواډ وويل په هيڅ صورت افغانستان نه پريږدو که په افغانستان کې زمونږ پوځونه پاتې نه شي مونږ خپلو اهدافو ته نشو رسيدلاى .

اصلاً دامريکا په شمول دټولې اروپا پاليسي دجنګ پاليسي ده په ١٩٠٧ م په اروپا کې په لومړى ځل دهيګ په غونډه کې دجنګ قانون جوړ شو امريکا چې په نړۍ کې دجګړې د دوام لپاره جنګي وسلې جوړوي  او بيا ئې په نورو هېوادونو پلوري داروپايي قانون له مخې بايد په نړۍ کې داروپايي او امريکائې ګټو لپاره جګړې روانى وي .

له ١٩٠٧م راهسې چې دهيګ په غونډه کې دجنګ قانون جوړ شوى تر ١٨٨٢ پورې په اروپا کې لس اعلان او دوه نا اعلان شوى جګړى وشوي چې په ٩ جګړو کې امريکا وسلې  وپلورلې

په ١٩٣٩ دويم جنګ کې جرمني په نا اعلان شوى جګړى سره دستمبر په لومړۍ نيټه پر ايټاليا يرغل وکړ له هغې را رووسته چې له اروپا څخه دجګړو لمن اسيا ته را وغځيده په ټولو جګړو کې امريکايي وسلې استعمال شوي

په نړۍ کې په لومړى ځل په ١٧٨٦ کې امريکايانو دبرتانيې پر خلاف چې له غربت څخه  يې کورونه پلورل په مظاهرو کې يې وسلې راپورته کړې

په همدې کال چې امريکايي  مظاهرينو دبرتانيې پر خلاف مظاهره وکړه ستمبر يې ١٢٠٠٠ تنو ته رسيده او ټولو وسلې راپورته کړې وې .

نورو  هېوادونه  هم وسلې جوړوي خو دخپلو وسلو دپلورلو لپاره به نورو هېوادونو کې جګړې نه دوامداره کوي

دادى چين له انگليس څخه  ازادي  اخستې او دوسلو په زور دلويې نمانځغونډې کوي او  د ١٤ هېوادونو سره ګډه پوله لري خو په يوه هېواد ئې هم دتيرې اراده نه ده کړي .

چين دافغانستان سره په ١٩٦٣ دنومبر په ٢٢ مه په پيگنگ  کې دګډو پولو د منلو  تړون کړى دى

له کومې ورځې چې په پيکنګ کې دافغانستان دبهرنيو چارو دوزارت کفيل ډاکټر قيوم او دچين دبهرنيو چارو دوزارت مرستيال( چين يي)   لاس ليکونه کړي بيا چين پر افغانستان ديوې لويشت خاورې دتېرې اراده نه ده کړى

خو امريکا دټرمپ په ښکرو کې په افغانستان کې دجګړې ددوام لپاره هر ډول زمينه برابروي دخپلو پوځونو پاتې کيدا ته پلمې ګوري دا ځکه چې د امريکا پاليسي په افغانستان کې د جګړې پاليسي ده   چې پر سولې او نورو نومونو ئې روانه ساتي .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*