دوه ميليونه وږي، دوه ميليونه رايې

ليک: ډاکټرخاموش

په افغانستان کې د انتخاباتو کميسيون دمخه ويلي وو چې په هېواد کې نږدې ‏‏٣٠ميليونه وګړو سرشميرنه شويده، کيداى شي هغو لرو پرتو سيموته چې د سر ‏شميرنې مامورين په رسيدا نه دې توانيدلي له يادې شميرې هم دافغانستان نفوس ‏زيات وي خو دانتخاباتو لپاره نږدې لس ميليونه افغانانو خپل نومونه د ټاکنو لپاره ‏ثبت کړي وو.‏
د ميرزان د ٦مې انتخاباتو وروسته چې وړاند وينه ېې شوې وه انتخابات ناندرييز ‏شول، د انتخاباتو کميسيون اعلان کړه چې نږدې دوه ميليونه وګړو په انتخاباتو کې ‏سره دستونزو رايه کارولې ده خو د رايو ورکوونکو شميره دوه ميليونو ته نه ده ‏رسيدلې.‏
دملګرو ملتونو دماشومانو ادارې يونيسف ويلي چې دا مهال په افغانستان کې دوه ‏ميليونه ماشومان د ولږې له امله دمرګ له ګواښ سره مخ دي که په راتلونکې ژمي ‏کې ورته خواړه ونه رسيږي امکا ن لري له ژونده لاس پرسر شي .‏
په اصل کې حکومتولي په هغو هېوادونوکې په ښه توګه سرته رسيږي چې واکمن ‏او ولس ېې يوله بله خوښ وي چې د ژوند ستونزې ېې ترڅه حده حل وي ود ‏انتخاباتو دکميسيون په وينا په افغانستان کې له دوه ميليونه کم شمير وګړو رايه ‏ورکړيده، او دوه ميليونه ماشومان د ولږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي ‏ددې نه داڅرګنده شوه چې ددې دوه ميليونو پلرونو ياد دکورنۍ غړو دا رايه کارولې ‏چې د ولږي او مرګ څخه د ژغورنې په خاطر ګوتې په رنګ شنې کړيدي.‏
په لسو ميليونو نومونوثبت کې له دوه ميليونو کم شمير راېې په اصل کې په ‏انتخاباتو کې نه شمير ل کيږي او نه په دې شمير رايو سره قانوني حکومت ‏جوړيږي، په يوه هېواد کې چې د رايو ورکوونکو څخه زيات شمير وګړي د مرګ ‏دګواښ سره مخ وي دهغه هېواد انتخابات ، راېې او حکومت به ېې څه قانوني ‏حيثيت ولري.؟‎ ‎
په ٦ميزان انتخاباتو ترسره شول او په ١٠ميزان د يونيسف نړيوالې ادارې په ‏افغانستان کې د دوه ميليونو نهرو راپور ورکړ، په افغانستان کې چې يواځې دوه ‏ميليونه ماشومان له ولږي سره مخ وي نو لس ميليونه لويان به د بې روزګاريو ‏سره مخ وي، نږدې درې ميليونه افغانان او س هم په بهرکې دنا امنيو له امله ژوند ‏کوي ، دلويانو، ماشومانو او په بهرکې ميشتو افغانانو شميرنه په دقيقه توګه وشي ‏په نړيواله کچه په افغانستان کې انتخاباتو قانوني حيثيت نه لري.‏
د يونيسف د ادارې د راپور په اساس دا مهال په افغانستان کې د دوه ميليونو نهرو ‏ماشومانو لپاره شل ميليونه ډالرته اړتيا ده، افغان نوماندانو خپل ټول مالي توان په ‏کمپاينونونوکې له لاس ورکړ، که کوم يو د امريکا په اشاره او لار ښوونه ګډوله ، ‏نيمواکې او غلام حکومت جوړکړي هغه به دوه ميليونو ماشومانو چې د مرګ له ‏ګواښ سره مخ دي څه ورکړي؟‏
په يوشمير ولاياتو کې خو هيځ رايې نه دې کارول شوي او چې کارول شويدي هغه ‏هم له دوه ميليونو کموپه تن لوڅ اوپه خيټه وږو ماشومانو کورنيو ورکړي دي، هغه ‏حکومت چې له هره اړخه بډاې وي ورلس وسره بډاى شي او چې د و ږو په رايو ‏حکومت جوړ شي هغه به له تېر حکومت هم بد تر وي .‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*