محمد بن سلمان: له ايران سره د کړکيچ حل پر ډیپلوماټیکه لاره غوره دى

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له سي بي اېس تلوېزون سره مرکه کې  ويلي دي  د ایران په وړاند ډیپلوماټیکي هلې ځلې  تر پوځي هلو ځلو غوره دي

محمد بن سلمان  پر خبره ، که نړیواله ټولنه د دغه هېواد مقابل کې پرېکند تدبیرونه ونه نیسي، ممکن نړیوال بازار ته د تیلو وړاندې کول وځنډېږي او د دې توکو بیه بې سارې زیاته شي نوموړى وايي

“که نړۍ د ایران د مخنیوي لپاره پرېکند او پیاوړي ګامونه پورته نه کړي، د نړۍ ګټې به لا ډېرې له خطر سره مخ شي، د تېلو عرضه به وځنډېږي، بیه به یې دومره زیاته شي، چې موږ به خپل ژوند کې لیدلې نه وي”.

د سعودي ولیعهد بیا هم هیله وښوده چې له پوځي ګام ډډه وشي: سیاسي او ډیپلوماټیکه لار تل له پوځي حل لار غوره ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*