د یونان د موریا په پنډغالي کې اور لګېدلی

د رپوټونو له مخې د یونان د لیسبوس ټاپو په موریا پنډغالي کې اور لګېدلی له امله يې  د یوه کس وژل تایید شوي دي. ځايي چاراکي وايي، د يوې  سوځېدلې ښځې مړی یې موندلی دی. د یوه ماشوم د وژل کېدو رپوټونه هم شته، خو چارواکو تایید کړي نه دي. ویل کېږي د کډوالو د استوګنې کانټینر کې اور لګېدلی دی. دې پېښه پسې ځینې کډوالو لاریون کړی، چې د پولیسو غبرګون سره مخ شوي او د تیت پرک کولو لپاره یې اوښلن ګاز کارول شوی دی. دغه کډوال وايي، اور وژونکي د پېښې ځای ته په ځنډ ورسېدل.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*