د ایران د پارلمان د يو غړي کور ته غله ور اوښتي

د ایران د پارلمان د يو غړي تقي کبیري کور ته غله ور اوښتي او د میلیاردونو تومنو پر غلا کولو سربېره یې د کور نور توکي هم وړي دي.

د پارلمان مشر علي لاریجاني د دې پېښې د څيړنې  غوښتنه کړې او هم یې دا ویلي چې څومره پیسې غلا شوې دي.

په کور کې د تقي کبیري له خوا د دومره پیسو ساتلو هم پوښتنې را پورته کړې دي.

پولیسو یا قضایه ادارې په دې تړاو رسمي څه نه دي ویلي، خو نماینده وېبپاڼه- چې اول ځل یې د قرباني شوي وکیل له پېژندګلي پرته دا خبر خپور کړ- وايي څلور سوه میلیون تومن او دولکه ډالر غلا شوي دي.

خو د پارلمان بل غړی نادر قاضي پور وايي، غلا شوې پیسې له دې ډېرې دي او د وکیل له کور ډېره طلا هم غلا شوې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*