د افغانستان د سولې په اړه په مسکوکې بيا غونډه کيږي

په قطر کې چې د طالب مشرانو او امريکايي مرکچيانو ترمنځ خبرې وځنډول شوې  ددې ‏ځنډ وروسته امکان لري په مسکو کې د روسېې، چين او امريکا ترمنځ يوه غونډه ‏وشي .‏که څه هم امريکا او نورو رسنيو دغونډې د  جوړيدو او نيټې په اړه  څه نه دې ويلي خو ‏روسي دولتي سرچينو ويلي چې دا درې اړخيزه غونډه به په راتلونکې اکتوبر کې وشي ‏او په هغه څه به خبرې پکې وشي چې په تيرو غونډو کې ېې ستونزې رامنځ ته کړې ‏وى.‏

روسې سرچينو د افغانستان لپاره د پوتين ځانګړې استازي او د اسيا دسياسي چارو مسئول ‏ضمير کابلو ف په حواله ويلي چې د غوندې دقيقه نيټه  به وروسته څرګنده شي خو دومره ‏ويلاى شو چې دا غونډه به په راتلونکې اکتوبر کې جوړه شي .

له بلې خوا باوري سرچينو د  پاکستاني چارواکو په حواله ويلي چې امکان لري په دې ‏غونډه کې به پاکستان هم برخه واخلي،

دمخه ويل شوي وو چې که په افغانستان کې ‏دافغان مسئلې دحل په اړه غونډه جوړه شي ګټوره به وي، داچې په دې غونډه کې به په ‏افغانستان کې دبلې غونډې په اړه خبره وشي او که نه ؟  له وخت څخه دمخه خبره ده . ‏
ضميرکابلوف ويلي په مسکوکې کيدونکي غونډه ورسره امريکا او چين منلې ده چې د ‏نيټې اعلان به ېې وروسته وشي .‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*