تاريخي سوالونه اوځوابونه-مرکه

ارواښاد  قدرت الله حداد ((فرهاد ))

٥

نن كه په هلمند اوزابل كښې د حكومتي عسكرو اوطالبانو جګړه وي دواړو خواوته پښتانه وژل كېږي . په دې توپير، چې يو به  يې

ابدالي وي او بل غلځى . په اته لسمه پېړۍ كښې يعنې دهوتكو پر مهال تركيې ، روسيې اواروپايانو ټولو ماته وخوړه .

په دې كښې داعليحضرت شاه اشرف عسكر او جنګي سامان لږ شو . كه پښتانه پوهېدلي واى او پر راتلونكيو حالاتو پوهېداى ، شاه اشرف سره به درېدلي واى ، لږ هوښياري اولږ مېړانه په كاروه ، نه به دغه وخت بحران رامنځته شوى واى او نه به پر سياسي بحران تردې دمه اخته پاتې واى .

احمدشاه بابا ولې بريالى نه شو ، چې په خپل وخت كښې د پښتنو دفرهنګي شتون جنډه پورته كړي ؟ په داسې حال كښې، چې په اّسيا كښې يې حاكميت منل شوى و. پارسي ژبه او پښتانه يعنې څه ؟

اعليحضرت احمد شاه بابا يو پښتني دولت په افغان اصولو جوړ كړ . دى عادل ، عالم او زړور سړى و . د احمدشاه بابا هر څه پښتني وه ، په پښتو ژبې يې ديوان و ، ښه شاعر او اديب هم و.

پښتو ژبه د ده په مهال كښې دملي هويت برخه نه وه . دغې ستونځې هغه وخت په نولسمه پېړۍ كښې زور واخست ؛ ځكه،  چې اروپايي هېوادو كښې د ژبې موضوع د ملي هويت برخه شوه. اروپايي هېوادو په اّسيا ، افريقا او امريكا كښې سيمې ونيولې او هر يو خپلــه  ژبه  انګليسي ، فرانسوي ، اسپانوي ، جرمني ، ډنماركي ، هالنډي اوپرتګالي ))

اوس په كاناډا كښې انګليسي اوفرانسوي ژبې دود دي . د امريكې د متحده ايالاتو ژبه انګليسي ده . جنوبي امريكې كښې ډېره اسپانوي ويل كېږي . افريقا كښې هم داسې ده . اّسياكښې ډېره پارسي وه . لكه په ماورالنهر ، تركيه، ايران، هندوستان اوافغانستان كښېخو كلــه،  چې ژبه د ملي هويت څنډه شوه ، هند كښې هندي تركيې كښې تركي ازبكي ، تركمني … يواځې افغانستان كښې  داسې ونه شول .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*