۲۰۰رايې اچونې مرکزونو ته انتخاباتي مواد نه دي رسول شوي

په داسې حال کې دانتخاباتوکمیسیون دمخه خبر ورکړې ؤ چې دهېواد ټولو ولایاتوته ېې انتخاباتي مواد رسولي دکابل مرکز په شمول د ولایاتو ۲۰۰رايې اچولو مرکزونوته تراوسه پورې انتخاباتي مواد نه دې رسیدلې، ځنې کسان چې مرکزونو ته ورغلې بیاترې کورونوته تللي دي.
دتلوع او نوورو رسنیوپه وینا د وردګو، فاریاب او نوروستان ۲۰ ولسواليو ته انتخاباتي مواد تر۱۱بجوپورې نه دي رسیدلي اوپه یادو ولسوالیوکې انتخابات ترسره نه شول.
دراپورونو له مخې دفاریاب له ۱۳ ولسوالیو څخه دولت آباد، شیرین تګاب، المار، ګرزیوان، بلچراغ، خواجه سبزپوش او کوهستان ته نه انتخاباتي پاڼې رسیدلي او نه دامنیتی ستونزوله امله انتخابت کیږي.
دانتخباتو د کمیسیو په وینا په یادو ولسواليوکې ۶۰۰۰۰زره کسانونومونه ثبت کړي چې له انتخاباتو پاتې شول،له بلې خو دهېواد له یوشمیر ولایاتو څخه دجعلي پاڼو خبر هم ورکړل شوې

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*