په غزني کې د خبريالانو پر رئیس برید شوی

په غزني کې د خبريالانو  داتحادېې رئیس رحمت الله نیکزاد په یوه برید کې ژوبل شوی دی.

له غزني څخه په ترلاسه شوو راپورونوکې ویل شوي چې رحمت الله نیکزاد دغني د باباحیدر په سیمه کې تربرید لاندې راغلی دی او دبرید وروسته روغتون ته رسول شویدی.

دغزني دولتي روغتون مسئولینو ویلي چې نیکزاد په پښه په مرمۍ لګیدلى خو روغتیايي حالت ېې ښه دی،

دغزني ولایت د خبريالانو دفتر ویلي تراوسه لا دانه ده څرګنده چې نیکزاد چا او د څه لپاره ژوبل کړیدی.
.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*