ناندرييزانتخابات اود ولس ناڅرګند برخليک

سرليکنه

نن په هېواد کې د اختلافاتوپه پراخ شتون سره د ناندرييزو انتخاباتو ورځ ده له يونيم درځن زياتونوماندانو د مرمۍ ضد موټرې، امنيتي ساتونکي اود کمپاين د ورځو مصارف ترلاسه کړيدي، هريوپه کمپايني غونډو کې ځان له منه پورته يادا وه، جمهوري رياست څوکۍ ته دځنيوکمپاينې ويناوې داسې بريښيدې لکه چې ورته د اختلاف دنده ورکړل شوي وي

په هر ترتيب نن  د ناندرييزو اوپراخ اختلاف په شتون کې د انتخاباتو هغه ورځ ده چې دکرزې د تيرو دوو او غني ديوې دورې په څير به يوځل بيا د کړيدلي او ژړيدلي افغان ولس په ناڅرګند برخليک اخته شي .

انتخابات په نورو هېوادونوکې اختلافات له ځانه سره لري، د  نورو هېوادونو په انتخاباتوکې چې يونوماند پربل نيوکې کوي هغه معقولې نيوکې وي خو په افغانستان کې په ځاې ددې چې معقولې نيوکې وشي ، ګونديزې، ژبنۍ، مذهبې، سياسي  او آن د سيمه ييزو اختلافاتو ډکې  ټاکنې وي .

پراشرف غني عبدالله نيوکې درلودې يوه پکې داوه چې په دولتي وسايلو او اشخاصو کمپاين کوي، نيوکې ېې سمه وه خو غني د مخه نا اعلانه کمپاين ته ملاتړلې وه ، په داخل کې د يوشمير وزيرانو د بدلون ترڅنگ يې  نورو هېوادونو ته ېې کمپاينې سفيران ليږلي وو،

شهزاد اريوب چک ته ، نعمت الله سايرجرمني ته ، هيلينان ملکيا ايټالياته ، عباس نويان سويډن ته ، حسن سروش کاناډاته ، يوسف غفورزې ناروې ته او محب سپين غر ماليزياته ټاکل شوي وو.

د اشرف غني بل کمپاين داؤ چې لومړې ېې ولس ته په کمپاين کې ويل ژربه  د سولې په اړه يوې هوکړې ته ورسيږي خو چې دبهرنيوپوځونو د ويستلو پرسر خبره ورانه شوه بيا ېې وويل ولس ته اتخابات لومړېتوب لري.

اشرف غني، عبدالله او يونيم درځن نور نوماندان ېې په د ټرمپ په اوږه تکيه کوي هغه دخپل هېواد  د ازادۍ په ٤٤٣کليزه کې په ويناکې ويل د  امريکا ازادي هيڅوک له مونږ نه شي اخستې خو په افغانستان کې د جمهوري رياست نوماندان دامريکا له امره  په خپله خوښه غوږ ته د لاس ور وړلو ازادي هم نه لري  چې دکرزي او بې واکه دورې ېې جوت ثبوت دى.

غني خپل او عبدالله خپل دې نورو ېې هم خپلې خواوې  په کمپاينونوکې يوپربل په تورونوسړې کړې،  دمخه ټاکنې  ټول افغان ولس ته يادې  دي  او دابه هم وګوري په دې انتخاباتوکې يوپربل تورونه ، غلاوې، رشوتونه، دغوړو وزارتونوژمنې، د وزارتونوپرسرناندرې، پرانتخاباتي کميسيون بېلابېلې نيوکې، به دتيرو انتخاباتو ناندرې له ولسه هېرې کړي، د انتخاباتو له پايلو دمخه به ناندرې پېل شي، دابه ولسمشريز نه بلکې ولس وژلي انتخابات وي، دکوم ولس برخليک چې ورک شي هغه ولس وژلې ولس دى.

په هېواد کې سوله دهرافغان يواځنۍ هيله ده، الله دې مونږ توبه په سوله قبوله کړي خو وخت له سره د نوماندانو ترمنځ د اختلافاتو دپېل کمپاين شويدى، ديوشمير نوماندانو  دانيوکې هم پرځاې دي چې  مساوي امنيتي او کمپايني حقوق نه دي ورکړل شوي، دا ددې لپاره نه دې ورکړل شوي چې انتخابات ناندرييزشي، ولس په تورتم کې پاتې شي. ولس د سولې په راتلو د امن سباوون ونه ګوري .

افغان ولس په انتخاباتو منتخب ولسمشره په خپل هېواد کې دامن ژوند غواړي خو په ځاې ددې چې دامن ژوند ورته برابر شي د   هلمند د موسى کلا د ولسوالۍ په څيرېې په هوايي بمبارۍ کې د واده له کوره ٤٠ جنازي ويستل کيږي .

که غني ، عبدالله اونور ېې د امريکا په ډاډ د راتلونکې حکومت کولو تمه لري چې امريکا په راته طالبان مات کړي او مونږ به حکومت کوو امريکا په تيرو ١٩ کالو کې مات نه کړل وروسته له دې به ېې څه مات کړي؟

د هېواد د امن لپاره بايد انتخابات وشي ، خو په هغه هېواد کې چې د انتخاباتو وړ وي،  د کندهار، هلمند، زابل ، پکتيکا، پکتيا، نيمروز،هلمند په شمول د هېواد په ١٤ولاياتونيمايي ولسواليو کې انتخاباتي مرکزونه نه شته، په ښاري سيموکې د رايو ورکوونکو سلنه به  ددې  وړ نه وي  چې و لسمشر دې پرې وټاکل شي بيا نو ددې انتخاباتو هدف څه دې؟

بل هيڅ نه دې چې  افغان ولس په ناندرييزو انتخاباتو د نا څرګند برخليک سره مخ کړي ؛

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*