دبلخ پرزارین ولسوالۍ جګړه روانه ده

بیګاشپه ناوخته وسله والو طالبانو د بلخ ولایت پر زارین ولسوالۍ برید کړې اوتردې دمه پرې جګړه روانه ده، په یاده ولسوالۍ کې ۱۲۴د رایې اچونې مرکزونه په مکمله توګه تړلي دي
دبلخ د والي ویاند منیراحمد فرهاد تائید کړې چې طالبانو پریاده ولسوالۍ برید کړې او په ولسوالۍ کې رایې ورکول ناشونې شویدي.
له بلې خوا دبلخ ولایت لرې پرتو ولسوالیوکې د راېې اچونې مرکزونه دسختو امنیتي ستونزوسره مخ دی او د راېې اچونې له بهیره مالومات نه ترلاسه کیږي.
راپور زیاته وي چې دبلخ زارین ولسوالۍ علاوه د شورتیپې ولسوالۍ سره هم مخابراتی اړیکې قطع شویدي اوڅوک ولسوالۍ ته د راېې ورکولو توان نه لري.

دیادو دوو اولسواليو علاوه دبلخ ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې ترنیموزیات د راېې اوچونې مرکزونه ترتهدید لاندې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*