په تيراګست مياشت کې ۲۳۰۷کسان وژل شوي

په تيراګست مياشت کې چې په افغانستان کې جګړو زور واخست څرګنده ‏شويده چې پکې ۲۳۰۷کسان وژل شوي اونږدي ۱۹۴۸ژوبل شويدي
د تيرې اګست په مياشت کې چې دهېواد په شمال او نورو ولاياتو کې ‏جګړې زياته شوې نه يواځې داچې ياد شمير کسان پکې وژل شوي او ‏ژوبل شويدي بلکه هغه کسان چې نورو خوندي ځايونو ته ېې کډې وړي ‏دي هغه هم په زيانمنوکې شميرل کيږي چې لا تراوسه خپلوکورنوته نه ‏دي ستانه شوي .‏
دبي بي سي لخوا په يوه څيړنه کې څرګنده شوي چې زيات شميرکسان په ‏هوايي بمباريو، شپنيوعملياتو او جګړو کې وژل شوي او يا ژوبل شويدي ‏چې دمعلومات په اساس په دې کسانو کې هدفي وژني اوچاودنې هم ‏شاملې دي .‏
که څه په هېواد کې هره ورځ جګړې دوام لري خو دتيراګست په مياشت ‏کې هره ګړۍ او دقيقه په وژنو تيره شويده چې ددې جګړو، چاودنو، ‏هوايي او شپنيوعملياتو زيات قربانيان ولسي وګړي دي .‏‎.‎
ددې جګړو ترڅنګ امکا ن لري په انتخاباتو کې هم جګړې رامنځ ته شي ‏چې دهغې به هم زياته برخه ولسي و ګړي په بيلابيلو پيښوکې ووژل شي.‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*