ژبه د پښتونولۍ يوه برخه ده

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

دا خبره اوس هم له اسرائيلو سره شته، هغه خلک، چې د دوى په گټه کار کوي دوى يې خپل بولي.

هر مقام ته د امريکا په خوښه رسيدلى شي، بيا دوى داسې خلک هم له ځان سره لري، چې هغوى له ځانه خبر نه وي. يوازې يو شخص پېژني، چې هغه يې ورکاږي دا څېرې دوى يواځې په پښتنو کې نه لټوي، په نورو افغان قومونو کې يې هم گوري.
دا لړۍ تر هندوستان پورې رسيدلې ده خو دا به په زړه پورې وي، چې په انټرنيټ کې (لابي) وکتل شي.
د سلطان محمود غزنوي په مهال کې يو سړى، چې سلجوقي نوميده، له سلطان څخه وغوښتل، چې دوى درې زره کوره دي؛که يو ځاى ورکړي.
سلطان له زړه سواندۍ سرخس چې اوس د افغانستان سرحد ته نژدې ترکمنستان دى. هلته يې ځاى ورکړ. له دوى څخه سلجوقيان جوړ شول، چې بيا يې ډېر ځايونه ونيول او غزني يې هم د خپلې واکمنۍ سيمه اعلان کړه.
مشاورانو سلطان ته وويل: دوى ته ځاى مه ورکوه: سلطان محمود وويل:اوس مې ژبه کړې ده.
ژبه، چې د پښتونولۍ يوه برخه ده، چې د افغانستان ډير پادشاهان پر ژبه دريدلې، خو ورته گرانه پرېوتې ده. سلطان معزالدين غوري په ژبه پادشاهي يوه داسې چاته ورکړه، چې دد ه په کور کې نه يوازې لوى شوي و،بلکې تاج الدين هم نومول شوى و. روسانو ورته وويل، چې پاچا هي ستادزامنو حق دى بيا دې ولې ده ته پرېښوده؟ سلطان وويل: ما ده ته زوى ويلي او دى حليم سړى دى. ظالم نه دى پر رعيت زړه سواندى دى.
له مشرانو، چې مونږ ته داسې روايت پاتې وي؛ له امپريالستانو څنگه جوړيداى شو او يا په هغو کسانو،چې په کومو سترگو د خپلو ماشومانو وژل ليدلى، ورسره څنگه تر څنگه ودرېږي . کلتور هم له تاريخ څخه پاتې کيږي.
په دغه تاريخي او ملي شتون کې امپريالستان په گډه د پښتنو سيمو ته راغلي او له بشپړ قوت سره يې جگړه روانه ده.
د دوى هوايې بريدونه، ځکه ډېر دي، چې له پښتنو سره هوايي وسلې نشته له امپريالستانو او د دوى له نوکرانو سره هر څه دي؛ الوتکې ،چورلکې ، بې پيلوته گرځنده الوتکې او بېلا بېل درانه بمونه. دا هم يوه لاره ده، چې طالبان له داسې ستراتيژيو او اصولو کار اخلي، چې جگړه يز انډول پرې سم شي.
د وزيرستان د انگورو اډي ته نژدې، چې د امريکې په مشرۍ هوايي بريد شوى د ٢٠٠٨م دستمبر ٣ وه، چې په کې ښځې او ماشومان وژل شوي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو يوه لوړ پوړي مامور ويلي: دا د ترهگرۍ خلاف جگړه نه بلل کيږي موږ هم وايو دا د پښتنو عام وژنه ده، چې له کندهاره تر وزيرستانه پورې، بې توپير ه روانه . بيا د خوشحال بابا خبره ده:
چې په نامه پښتون غوڅيږي پرې خوښيږي
اورنگ زيب هســـــې پــــــادشاه دى د اسلام
دا د اميريالستانو هوډ دى، چې پښتون غوڅ شي؛ پښتون يو قوم دى لر او بر پروت دى، چې دوه څلويښت امپريالستي هېوادونه د خپلواکۍ، ناموس او دين د ساتنې جگړې ته راغلي دي، چې دا يو نړيوال بشري جنايت دى. اوس څنگه وشي او څوک يې دوى ته ووايي؟ دا هماغه څه دي، چې سور پوستو امريکايانو د امريکي له تور پوستو سره کول.
هوکې! نن په افغانستان او نړۍ کې نسل وژنې روانې دي. په لوى خداى باور دى، چې پښتون او مسلمان به ساتي.
د پښتنو سترگو له فيضه حمزه
لــــــه حـــوادثو بوږنيدلـــى نه يم

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*