عباس ستانکزی: سل کاله نور هم جنګېدلی شو

په قطرکې ترنهم پړاوه د امریکا او طالب مشرانو ترمنځ له سولې څخه د ټرمپ په انکار خبرې له ناکامۍ سره مخ شوي چې له هغې وروسته په قطرکې د طالبانو درې کسیز سیاسی پلاوه روسې ته تللی څو د راوان حالت په اړه دیوشمیر ګاونډیو اوخیرغوښتونکو هېوادونو دمشرانوسره سلا مشورې وکړي.
تراوسه پورې مسکوته دسفر په اړه خپله طالبانو څه نه دي ویلي خو داسوشیټډ پریس او یوشمیر پاکستاني رسنیوتائیدکړیده چې طالب مشران د مشورې لپاره مسکوته تللي دي.
په مسکوکې د طالبانو د قطرد دفتر مشرشیر محمد عباس ستانکزي د روسېې له (ار ټي) خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، طالبانو تل د سولې هلې ځلې کړیدی په سوله باورلري اوس هم د سولې خبرو ته لېواله دي،‌ خو که امریکا جنګ ته دوام ورکول غواړي نودا ورته ډاګیزه وايو چې طالبان سل کاله نور هم جګړه کولی شي
مسکوته په سفرکې د شیرمحمد عباس ستانکزي سره د قطر د سیاسي دفتر ویاند شهېل شاهین او یوتن بل مشرطالب ملګري دي چې د افغانستان لپاره ېې د روسېې دجمهور رئیس لخوا دافغانستان لپاره د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سره کتلي دي ، دا لا نه ده څرګنده چې دمسکوله سفره وروسته به د طالبانو مرکچي پلاوی دبل کوم هېواد مشرانو سره مشوره کوي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*