په کابل کې د ملي امنيت او داعش ترمنځ جګړه شوې

په کابل کې د ملي امنيت رياست ويلي چې بيګاشپه د کابل ښار په ‏‏١٧ناحيه کې د ملي امنيت د ساتونکو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه ‏شويده.‏
ملي امنيت منلې چې د وې د ساتونکي چې دخيرخانې دکوتل پرسر ځاي ‏پرځاي کړل شوي د داعش سره په جګړه کې ېې څلورتنه ژوبل شويدي ‏خو د داعش د وسله والو دمرګ ژوبلې کره شمير ېې نه دى ښوولى.‏
د خيرخانۍ اوسيدونکو ويلي چې نن سهار ترناوخته پورې د دواړو خواو ‏ترمنځ د ډزو غږونه اوريدل کيدل چې سيمه کلابنده اوله بله ځايه چا ته ‏چاته د ورتلو اجازه نه ورکول کول کيږي، په کابل کې د داعش د وسله ‏والود مشر دنيول کيدا وروسته چې نوم ېې پټ ساتل شوى د مخه ېې د ‏ملي امنيت سره دبګراميو په ١٥ناحيه کې جګړه شوې وه اوس په ‏خيرخانه کې د دواړو خواو ترمنځ جګړه روانه ده ‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*