په سعودي کې ٢٤په اعدام محکوم زندانيان د مرګ شيبې شميري

 

د سعودي حکومت په روان کال ٢٠١٩م کې تراوسه پورې ١٣٠تنه د سعودي د حکومت (شاهي کورنۍ) مخالفين اود بشر دحقوقو مدافعين اعدام کړې او دا لړۍ اوس هم روانه ده .

د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو سازمان په ژنيوکې په يوه اعلاميه کې ويلي چې سعودي په روان کال کې په ١٣٠تنومخالفينوکې هغه شپږ تنه هم اعدام کړي چې د نيولو پرمهال ماشومان ا و داعدام قابل نه وو.

په ملګروملتونو کې د بشرد حقوقو سازمان ويلي  چې دا مهال په سعودي کې هغه کسان چې سعودي د وليعهد محمد بن سلمان مخالفين او انتقاد کوونکي ٢٤تنه په زندان کې دمرګ شيبې شميري او غرغرې ته نږدي دي.

له بلې خوا دانګلستان دعيان مجلس غړي جانت ويتاکر د خپل هېواد د پارلمان څخه غوښتي  چې دعربستان چارواکو سره يوه عادلانه  غونډه وکړي او د ٢٤تنو داعدام مخه نيسي.

جانت ويتاکر ويلي چې زه به انګلستان او نورو هېوادونو پارلمانونو ته  هم په سعودي کې داعدام موضوع وړاندې کوم چې سعودي ته توصيه وکړي اوهرپارلمان ته  به وايم چې د قرآن کريم په هغه آيت عمل وکړي چې وايي «ان‌الله یأمر بالعدل»

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*