شتمن عراقي او عربي اماراتي وګړي ايران کې ژوند غوره کوي

په دې وروستيو کې چې ايران د امريکا په مابل کې سخت دريځ غوره کړ ‏ې او د امريکا سره پينځو شريکو هېوادونو داتومي پرګرم پرسر د ‏امريکا سره ملګرتيا ونه کړه يوشمير عراقي او دعربي امارا تو شتمن ‏وګړي غواړي په ايران کې کورونه وخالي او ژوند پکې غوره کړي.‏
د روسي دولتي سرچيني سپوتنيک د ايران د شمالي برخي مازندران د ‏کورنو جوړولو شرکتونو دمالکانو په حواله ليکلي چې په دې وروستيو ‏کې ورته زيات شمير عراقي او عربي اماراتي شتمنووګړو د نوو ‏کورونو د جوړولو سپارښتني کړي او غواړي د مازندران د اوسيدونکو ‏په پرتله په ګرانه بيه ېې ترواخلي .‏
د ايران د شرقي سيمې مازندران د شرکتونو مالکانو رسنيوته ويلي چې ‏پردوي عراقي او عربي اماراتو اوسيدونکو بيړه جوړه کړې چې په ‏مازندران او ګيلان کې ورته ژرترژره دهغوې دخوښي کورونه جوړکړي ‏چې اونۍ په اونۍ د دا ډول کورنوفرمايشونه ورته زياتيږي.‏
د سپوتنيک په وينا د مازندران د شرکتونو مالکانو د کورنيوچارو وزارت ‏ته خبر ورکړي چې په دې اړه ورته لارښوونه وکړي، د ايران شرقي ‏سيمه مازندران او ګيلان هغه د ښکلاسيمې دي چې کال په کال ورته له ‏بهرنيوهېوادونو په زرګونه سلانيان ورځې، مازندران د خذر درياب ‏پرغاړه پروت او له ميوو ډک غرونه هم لري.‏‎.‎

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*