د نولسمې او شلمې پيړۍ جوړ شوى زمريان

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

د افغان _ انګليس له لومړۍ جګړې نه مخکې
دپنجاب زمرى رنجيت سنګهـ او دپنجشير زمرى احمد شاه مسعود
دنولسمې او شلمې پيړۍ جوړ شوى زمريان
تاريخ يوه هنداره ده چې ټول مخونه په کې ليدل کيږي او ستر ګور کولاى شي پرون او سبا په دې هېندارې کې وګوري لوړ درشل شاه زمان غوښتل چې په عمل کې داحمد شاه بابا لمسى وي مګر زمانه بدله شوى وه ا نګليسانو دهند ډيره برخه نيولې وه .
دمحمد زايي او سدوزاى مير څمني دي حد ته رسيدلې وه چې نه په جرګه نه په خپلوۍ په هيڅ توګه ورکه نه شوه دسدوزو ټول غړي هند ، کشمير او پنجاب کې ميشته شول
انګليسانو دپنجاب دمشرانو يوه اتحاديه جوړه کړه چې له افغانستان څخه ځان بيل کړي انګليسانو دوسلو او پېسو زمه ووهله . خبره په دې ځاى پاتې نه شوه رنجيت سنګهـ چې ددغه اتحاد غړى و پټ يې له انګليسانو سره وليدل دجولاى نهمه ١٧٩٩ م هغوي ته يې خپله بشپړه تسلي ورکړه انګليسانو رنجيت سنګهـ ته دشير پنجاب لقب ورکړ او د اتحاد نور غړي يې ورور وله منيځه و ايستل وروسته تر دې مهاراجا وبلل شو .
دوه امريکايي جنرالان دمهاراجا رنجت سنګهـ په خدمت کې ودريدل . لومړى
Genra Josiah Harlan General Josiah Harlan
دوهم الکزاندر ګاردنر ايريش امريلن Alexande Gardner Alexander Gardaer
سرچان مالک ايران ته لاړ فتح علي شاه قاجار ته يې وويل چې شاه محمود دسدوزى او وزير فتح خان سره مرسته وکړي چې دلوړ درشل شاه زمان سره جګړه پيل کړي ايران او انګليس ومنله چې شاه زمان ته فرصت ورنه کړي چې هند باندې بريد وکړي يا شازمان خراسان ونيسي .
روسانو هم نه غوښتل چې لوړ درشل شاه زمان دمنځني اسيا مسلمانان دروسيې خلاف پاڅوي په دې توګه انګليسانو ، روس ، ايران او دپنجاب سکهان خپل ملګري کړل .
نه بلې خوا دمحمد زايانو او سدوزيانو خپل منځنى مير (څمني (دوښمني) دملي ګټو په اساس نه روغيدل که څه هم دامير دوست محمد خان خور شاه شجاع ته واده شوه .
روسان چې پخپله يې مسلمانانو حق پښو لاندې کړي و په دې مهال دانګليسانو ملګري شول لکه چې ١٣٧٢ هـ ش ١٩٩٢ م کال کې دشمالي ټلوالې پلوى و او کله چې دامريکې بريد وشو ( اکتوبر ٢٠٠١-٧ م له امريکې سره ملګرى شو . دا مهال دپنجشير زمرى نه و وژل شوى و ا و دهغه دمړي په نامه نظار شورا ، ازبک ، هزاره لکه نولسمه پيړۍ ايران ، روس ، انګليس ، امريکا دافغانستان په غليموالى کې يوشاني پاڅيدل دپنجاب دزمرى په ځاى دپنجشير زمرى و ديوه واحد افغانستان په ورانولو کې يې برخه واخيسته دا تاريخ دى په نولسمې پيړۍ کې دوست محمد خان دسدوزو په خلاف و دواړه پښتانه و خو دوست محمد د مجاهدينو او غازيانو له مينځه په توره شپه وتښتيده او سهار سبا يې بالاحصار کې ځان دانګليسانو ګورنر مکناټن ته تسليم کړ .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*