د قطرخبرود ناکاميوله امله خليلزاد کانګرس ته وغوښتل شو

په قطرکې د امريکايي پلاوي او طالب مشرانو د نهم پړاوه پورې د خبرو ‏ناکاميو له امله دافغانستان لپاره دامريکا ځانګړې استازې زلمي خليلزاد ‏دامريکا کانګرس ته غوښتل شوى څو د خبرو د ناکاميو اصلي لامل او ‏دلايل وکيلانوته سره شريک کړي.‏
په قطرکې دامريکا لخوا د طالب مشرانو سره د خبرو مشر مرکچي د ‏ولسي جرګي د بهرنيو اړيکو کميټي مشر اليوټ انګل په دې اړه په ولسي ‏جرګه کې دخليلزاد سره ليدلي او دبياليدو امکان هم شته .‏‎ ‎
که څه هم دخليلزاد بلل د مخه شويدي خو په امريکايي رسنيوکې اوس ‏خپره شويده چې خليلزاد ولسي جرګي او د بهرنيوچارو وزارت ته کره ‏معلومات نه دي ورکړي .‏
ځنې نړيوالې رسنۍ په دې باور دي چې خليلزاد يواځې د ټرمپ په نظر د ‏طالبانو سره خبرې کوي او دهغه په پاليسۍ روان دى ځکه د ټرمپ د ‏ادارې نږدى ملګرو له دندو استعفاوې ورکړي او يا ګوښه کړل شويدي.‏
دا مهال ترنيمايي زيات امريکايي وګړي غواړي دافغانستان جګړه پاى ته ‏ورسيږي خو د زلمي خليلزاد په څير د ګوتو په شمير څو کسان دي چې ‏ټرمپ پلوي کوي او د سولې په وړاندې ېې خنډونه اچولي دي .‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*