مونږته بويه خپل ملي مشران او خپله ملي فلسفه وپيژنو

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

يو څو خبرې زړې کوم بيا به دورځې خبرې وکړو .

دوستانو ، تاسو هوښيار ياست خو يو څو خبرې دملنګ عبدالرحمن هم واورئ

هر سړى چې په حساب کې تېر وبير شي

ملامت پرې وايه شي لور په لور

چې لايق دملامت او دتهمت شي

ځاى لري که بې غيرت شي هم په سر تور

چې عزت حرمت يې نه وي په جهان کې

هغه هسې ژوندون وسوځه په اور

بې عزت سړى به خوښ دهيچا نه وي

مګر هسې بې عزت وي ځينې نور

د ټنګو پورونه هرڅوک وبله کاندي

بخت هيچا ورکړى نه دى چا له پور

دخداى پاره دى بخت وتخت له چا مه غواړئ  په پور ( بهبود خان حليم )  دافغان ملي فلسفه بله ده ديموکراسي ، سوسيالستي ، سوسيال ديموکراسي او نور اروپايي الفاظ دى دهغو ى دي دهغوى دپاره دي  زمونږ دپاره نه دي که داخبره مو ومنله ورځ به مو سمه شي

تش به نه شي هغه خم د عشق له ميو

چې يې خاورې دفرهاد او دمجنون دي

که چيرې بيا سره يا توده جګړه راشي هغه هم په داسې حال کې چې اوس جګړه روانه ده مونږ به څه کوو ؟ دامريکې يوې معتبرې راديو چې دخلکو ملي راديو نوميږي NPR وويل دا به داسلام او پانګوالى جګړه وي  له بده مرغه چې اسلام دټولې اسلامي نړۍ دى  او پانګوالي دټولې لويديځې نړۍ خو اور په افغانستان کې بل دى  او همدلته به وي او د هغه تر شاه به هرڅوک خپل کار کوي او په دې تاوده تناره کې به خپله ډوډۍ پخوي مونږ بويه خپل ملي مشران او خپله ملي فلسفه وپيژنو چې له هغو به په راتلونکې يادونه شي .

څو چې پايم

تابه ستايم

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*