د کابل په چهار اسیاب کې بريد شوى

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي ، د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د يوبريد له امله  څلور سرتېري وژل شوي  او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي  دا برید په یوه بجه ماسپښین مهال د ریشخورو په سیمه کې د ملي اردو د کومانډو نظام قره ول مخې ته شوې دى

د  وزارت پرخبره چې بريد کوونکي له یوه مارسیډیز موټر څخه په استفادې حمله کړې

د کورنیو چارو وزارت هم تاییدوي چې د کابل په ریشخورو سیمه کې چاودنه شوې.

طالبانو ددې بريد مسوليت منلى دى  طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوې خبر پاڼې کې ويلي دي چې ددې بريد پرمهال په قرارګاه کې د کمانډو عسکرو هغه ۲۰۰ تنه عسکر په نښه شول چې د نورو موټرو ورتګ ته انتظار وو او د عملیاتو لپاره مختلفو ساحوته استول کیدل.
د بريد په رامنځته کیدو سره ټول عسکر وژل شوي او ټپيان دي او د قرارګاه اکثره برخه نړیدلې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*