د کابل ترمنځ د نهو شمالي ولايتونو لاره تړلې ده

په بغلان  کې د جګړې له امله  د ۱۲ ورځو په تېرېدو د کابل او نهو شمالي ولایتونو تر منځ لویه لار لا هم په دوشي او کېله ګي سیمو کې تړلې ده.

د بغلان ولایتي چارواکي مني  چې د دغې لارې د تصفیې او ترې د طالبانو د شاته کولو لپاره هیڅ ډول عملیات تر اوسه نه دي شوي.

هغه ځانګړي ځواکونه چې په دغه لار د طالبانو ضد عملیاتو پیلولو لپاره رسېدلي دي، مشران یې وايي دوی د مرکز امر ته په تمه دي تر څو خپل عملیات پیل کړي.

بلخوا په دغه لاره کې له ۱٢ ورځو راهیسې بند پاتې مساپر هم شکایت کوي چې حکومت د لارې په خلاصولو کې ناغېړي کړې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*