د افغانستان جګړه د امریکا غلط سیاست او د افغانستان د سیاستوالو اشتباهاتو دوامداره کړه

لیک: س،سیرت

پخواني شوروي اتحاد یا روسي یرغلګرو چې په ۱۹۷۹م پرافغانستان یرغل وکړټولوعربي اوغربی هېوادونوپرافغانستان د روسانود یرغل مخالفت وکړخوکله چې امریکا پرافغانستان یرغل وکړد سعودی عربستان په شمول یادو ټولو هېوادونوخپلې داعتراز شونډې وګنډلې، پر۱۱سپتبرجوړې ډرامې تبلیغاتو ته زمینه برابره کړل شوه، دامرییکایی پټې شیطاني او اسلام دښمنه ادارې سي،ای،ای سیاسي غلطي داوه چې برتجارتي مرکزبرید ډرامه کې ېې ۱۹کارکوونکي ټول عرب وو اوتبلیغ کړه چې القاعده له افغانستانه برتجارتي مرکز دبرید پلان  جوړکړې ؤ امریکا دغلط سیاست پراساس پرافغانستان برید وکړ چې ورسره دامریکا په لاس جوړکړشوي افغان حکومت کې یوشمیرله نړیوالو پالیسیوناخبره سیاستوالو د جګړې د دوام زمینه برابره کړه.

پرافغانستان د امریکا دغلطیوپالیسوپایله داشوه چې د تجارتي پرمرکز په ډرامه کې ېې په افغانستان کې د پلان جوړولو هیڅ ثبوت نه لاره اسامه بن لادن ېې په دې نه واژه چې په افغانستان کې به جګړه دوامداره پاتې شي، اسامه دوه کاله دمخه د زړه دناروغۍ له امله سا ورکړې وه او امریکا ډرامه جوړه کړه چې د پاکستان په ایپټ آباد کې ېې په هوايي عملیاتوکې وواژه، داڅرنګه د پاکستان هوايي نظام  دی چې دپاکستان زړه ایبټ آباد ته دې دامریکا چورلکي داخلیږي او دوې دې ترې نه خبریږي؟ په دې خاطر چې داسامه د بمبارشوي جسد یوټوټه هم ورسره نه وه تبلیغ ېې کړه مړی موپه سمندرکې لاهوکړ.

په افغانستان کې دجګړې  دوام د امریکا بله سیاسي غلطي داده چې پرعراق ېې برید وکړ، درېیمه غلطي ېې داده چې دهند په پلوۍ ېې د پاکستان سره اړیکې خرابې کړې، څلورمه غلطي داده چې امریکا ښه په دې پوهیده چې په افغانستان کې ېې جګړه دبایلودو په حال کې ده د ایران سره ېې د اتومي پرګرام پرسره له شوې موافقې انکار وکړ، ددې ټولو غلطو سیاسي کړنو پایله دا شوه چې په افغانستان کې جګړه دوامداره شوه اوس ېې نه کټلای  اونه ېې د نړۍ له شرمه پریښودلای شي.

له بلې خوا په افغانستان کې دامریکا په لاس جوړحکومت کې لوړو پوستونو، وزارتونو،ریاستونواو…. ته ګمارل شوو کسانوکې یوهم د سیمې د اوضاع څخه باخبره سیاستوال نه شته هغه چا څوک چې دامریکا ښه غلامي کولای شي هغه وزیر،والي،مشاور، قاضي القضات، او…. نورټاکل کیږي، په افغانستان کې له کورنیوجګړو جګړه مخالفتونه پرځای پاتې وو چې امریکاپلووحکومتي چارواکو دامریکا هرې پریکړې ته د هو سر خوځاوه او له ولس سره فاصله پیدا شوه ،همدا له نړۍ له سیاسته دافغانستان د یوشمیرسیاستوالو سیاسي غلطي اواشتباهات  دی چې دافغانستان جګړه ېې دوامداره کړه، چې اوس ېې  نه د طالبانوسره، نه د ګاونډیانوسره ، اونه دملګرو ملتونوسره دحل لیاره شته .

طالبان خو دامریکا سره په جګړه بوخت دي هغوې له ۱۸کلنې جګړې له اهدافو او امریکا د ۱۸کلنې جګړې له تاوانونو، نه تیریږي، د اسلامي هیوادنوکنفرانس (او، آی، سی) او ګاونډیان هم هیڅ نه شي کولای په افغانستان کې جګړه دوامداره شوه له دواړو خواوو پکې افغانان وژل کیږي په  تیرو ۱۸کالو کې په افغانستان کې تر ۳۰۰۰پورې بهرنیان وژل شویدي او په هرو شپږومیاشتوکې له ۳۰۰۰زیات افغانان وژل کیږي.

د یادو سیاسي غلطیو ترڅنګ د ټرمپ په حکومت کې دافغانستان د مسئلې پرسراختلافات دی  چې په  ګوښه کیدا اواستعفاګانو راښکاره کیږي، د امریکا سیاسي غلطي ده اوپه افغان حکومت کې  د یوشمیر بې تجربې سیاستوالو اشتباهات دي چې په افغانستان کې ېې جګړه دوامداره کړیده.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*