د اخوان المسلمین ګوند مشر په عمري بند محکوم شو

د قاهرې  يوې جنایي محکمې یو ځل بیا د اخوان المسلمین ګوند مشر محمد بدیع ته د عمري بند سزا اورولې ده

د مصري رسنیو د راپورونه له مخې، یادې محکمې د محمد بدیع او د یاد هېواد د پخواني پارلمان د مشر محمد سعد الکتاتني په ګډون د اخوان المسلمین ګوند نهه نور غړي په بند محکوم کړي دي

راپورونه وایي، دا پرېکړه د قاهرې جنایي محکمې کړې ده.

یادې محکمې دا لس کسان حماس ډلې ته د جاسوسي او د مصر د ملي امنیت د پټو رازونو د افشا کولو په تور نیولي وو او  یو ځلې بیايې ورباندې تېر حکم صادر کړی دی.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*