چين: امریکا اوطالبان دی بیا خبرې پېل کړي

دچین دبهرنیوچارو وزارت ویلي چې دطالبانو او امریکا دپلاوي ترمنځ مزاکرات باید له خنډ سره مخ نه شي که یوڅه ستونزې راپیداشوې وي باید له نځه یوړل اوبیا مزاکرات له سره پېل شي.
دچین دبهرنیوچارو دوزارت ویاندې چونیینګ په چین کې یوې خبرې غونډې ته ویلي چې پکن له افغانستانه د بهرنیوپوځونو په بشبړ توګه د استلو غوښتنه کوي خو دا بهرني پوځونه دیوې موافقې له مخې وتلای شي چې طالبان او انریکایی پلاوي خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

د چین دبهرنیوچارو دوزارت ویاندې ویلي چې ټرمپ د طالبانو او اشرف غني سره په کپ دیویت کې د ځانګړو لیدنو ژمنه کړی وه خو په کابل کې چاودنو ټرمپ له خپلو ژمنویا طالب مشرانو او اشرف غني سره له لیدنې انکاري کړ ځکه ېې د طالبانوسره د مزارکراتو انکار هم وکړ.
چین هغه هېواد دی چې په افغانستان کې دبهرنیوپوځونو دشتون سره مخالف دی خود ویاندې په وینا له افغانستان دبهرینوپوځونو استلو ته باید زمینه برابره کړل شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*