په جلال اباد کې ددولتي استخباتو يو افسر وژل شوى

د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند مبارز اتل خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن  د جلال آباد ښار د سپین غر سینما شاته کوڅه کې د ملي امنیت د مدیریت د تعلیم او تربیې امر محمد زمان د ناپيژاندو کسانو په ډزو کې ووژل شو.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر خپل ټويټر د  محمد زمان د وژنې پړه منلى نوموړي وايي

نن سهار د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار اړوند دوهمه ناحیه کې د ځانګړو عملیاتو په لړکې ددولتي  استخباراتو یو لوړ رتبه افسر(محمدزمان) د طالبانو  په یوه خاص برید کې وژل شوى

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*