شکر الله مشکور: بهرني ځواکونه دې د ملکي وگړو خپلوانو ته غرامت ورکړي

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون  وياند کمېشنر شکر الله مشکور ويلي دي  ددوى  پلټنو ښودلې  چې په میدان وردګو کې د تېرې یکشنبې په شپه په هوايي برید کې ټول وژل شوي کسان  ملکي وګړي دي  مشکور وايي اوس له څېړنو وروسته کمیسیون غواړي چې بهرنیو ځواکونه د قربانیانو له کورنیو بخښنه وغواړي او د هغوی خپلوانو ته غرامت(تاوان)  ورکړي.

په دغه برید کې اوه کسان وژل شوي وو چې د کمېسیون په وینا، ټول د یوې کورنۍ غړي وو او له یوې مېلمستیا د ستنېدو پرمهال یې ګاډی په نښه شوی و.

نوموړي وویل، دا ډول بریدونه له نړیوالو ځواکونو څڅه د خلکو د کرکې  لامل کېږي د نوموړي پر خبره

“د بشردوستانه د حقونو او مقرراتو له مخې، وګړو ته زیان اړول هېڅ ډول توجیه نه لري، دغه کمېسیون له نړیوالو ځواکونو غوړي چې نه یوازې د پېښې په اړه بښنه وغواړي بلکې قربانیانو ته په غرامت ورکولو سره ولس ته دا ډاډ ورکړي چې دا ډول پېښې به بیا نه تکرارېږي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*