په ننګرهار کې د چاودنې له امله ډاکټر نوروز وژل شوی دی

د ننګرهار ولایت په څلورمه ناحیه کې د یوه موټربم چاودنې له امله دهېواد په کچه دهډوکو دعملیاتو پوهه ډاکټر نوروز شینوارې وژل شوی او دوه تنه نورېې ټپیان دي.
دننګرهار د رسینودفتر تايید کړیده چې ډاکټر نوروز موټرته یوچسپکي ماین ځای پرځای کړل شوې ؤ اوپرې چاودنه وشوه ، دمعلوماتو له مخې دهغه سره په چاودنه کې دوه تنه هم ژوبل شويدي خو دروغتیاحالت په اړه ېې څه نه دي ویل شوي.
دننګرهار ولایت د رسنیودفترمنلې چې ډاکټرنوروز په ننګرهار کې د ډاکټرانو د ټولنې مشرؤ چې په بیلابیلو وختونوکې ګواښل شوي اودمخه هم ورته دکورپه دروازه کې بمونه ایښول شوي چې په خپل وخت کشف اوشنډ کړل شویدي
ډاکټر نوروز شینواری د هډوکو او بندونو په برخه کې د ختیځو ولایتونو او حتا د هیواد په کچه یو ډیر ټکړه او پیاوړی ډاکټر وو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*