تادامیچي: د افغان حکومت او طالبان ترمنځ په خبروسوله راتلای شي

په قطرکې د طالبانواو امریکایی پلاوي د نهم پړاو د خبرو د ناکامۍ وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي‌ ځانګړی استازی تادامیچي‌ یاماموتو ویلي چې د تېر یوه کال راهیسې هڅو په افغانستان کې د سولې راتګ ته زمینه برابره کړیده..
تادامیچی امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په خپل رپوټ کې وویل، یوازې د افغانانو تر منځ خبرې په افغانستان کې د ۱۸کالو راهیسې روانه جګړه پاې ته رسولای شي، نوموړي وویل هغه څه چې افغان جګړه پرې پاې ته رسیږي باید هغه لاره تعقیب کړل شي د تدامیچي اشاره دافغان حکومت سره دطالبانو مخامخ خبرو ته وه چې افغان حکومت او طالبان باید دخپلو شخړو دپای ته رسیدالپاره مخامخ خبرې وکړي.
تادامیچي امنیت شوراته په خبرو کې وویل افغان حکومت او طالبان باید په سوله کې دافغان ولس ټول حقوق خوندي وساتي چې دبیا لپاره دمخالفت ښوولو زمینه برابره نه کړل شي.
د تدامیچي له وینا داسې بریښې چې ټرمپ د طالبانو سره له خبرو انکار په دې کړیدی چې طالبان اړشي دافغان حکومت سره خبرې وکړي، چې طالبانو دخبرو له پېله دافغان حکومت سره دخبرو انکار کړی اوپه خپل دریځ کلک ولاړ دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*