بش دافغانستان او عراق جګړه سړه جګړه بولي !

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

د ١٣٨٥ لمريز کال  دغبرګولي پر اوومې نيټې بش داخبره  ( سړه جګړه ) ديو عسکري ښوونځي زده کوونکيو ته دتصديق ورکولو پر مهال وکړه ده وويل تر بشپړ بري پورې به جګړه روانه وي لکه کمونستي روسيې سره دجګړې پر مهال

ددې معاملې پايناب نه دى څرګند چې بشپړ برى څه ته وايي او کله به وي ؟ خاتمي  دايران جمهور رئيس پر خپل مهال دتمدنو دجګړې خبره راپورته کړه او پرې يې ښوده اوس جمهور رئيس بش راواخسته چې دې ته به د اسلام او پانګوالۍ جګړه ووايو .

په تيره سره جګړه کې افغانستان وسوځېد څوک په کې اتلان شول او څوک پانګه وال ډير دتورو خاورو خوراک شول  خو باباى ملت پيدا شو . حامد کرزى ، رشيد دوستم ، بې چاره سياف او ناتوان قسيم مارشل سره ملګري شول داخبره که رښتيا وي چې سوړ جنګ بيا راځي نو د افغانستان دآبادۍ او خوشحالۍ موضوع بېرته لاړه او جګړه سالاري بيا راغله ديموکراسي ياديدله نه کيدله

مونږ په دې کې هک پک وو چې دومره پيسو ، پروژو او جګړې خبره راغله دماليې وزير وويل دافغانستان طبيعي سرچينې به مرسته وکړي هغه هم په جګړه کې نه کيږي مونږ اقلاً په زغرده وويل روس به دا کار راته وکړي،  امريکايې سل په سلو کې کوي نتيجه دا شوه چې هيچا ونه کوله

زمونږ هغه حال دى چې دسهار ډوډۍ وي دبيګاه نه وي ددغې ورځې په ارمان کې مو څومره افغانان د مخالفينو په نامه ووژل ، څومره به نور وژنو  اخرت نه مني دتاريخ پروا نه کوي دا خلک بويه وپيژنو هر وارې مو غولوي .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*