امريکا د پاکستان د طالبانو مشرد ترهګرو په لېست کې شامل کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو کسانو لېست خپور کړی چې د  ډونلډ ټرمپ له تائید وروسته تازه د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل شوي دي،  چې په کې د پاکستان د طالبانو مشر  مفتي نور ولي مسید، د فلسطینۍ حماس ډلې ځینې مشران او په افریفا کې د ځینو وسله والو ډبر غړي شامل دي. مفتي نور ولي مسید تېر کال په جون میاشت کې د ملا فضل الله تر وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو مشر ونومول شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغو کې یوولسو وسلوالو کې د پاکستانیو طالبانو د مشر مفتي نور ولي مسید نوم په لومړي نمبر دی او په سوریه کې له القاعده سره تړلې حراس الدین ډله يې ترهګرۍ په لیست کې شامله کړې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*