په ترکيه کې جنان کفتانجي اوغلو پربند محکومه شوې

 ترکيې يوې  محکمې  مخالفه سیکولره مدافعه جنان کفتانجي اوغلو پر انټرنېټ ولسمشر رجب طیب اردوغان او ترکيې دولت ته د سپکاوي په تور په لسو کلونو بند محکومه کړې ده.

جنان په استانبول کې د جمهوریپال ولسي ګوندد څانګې مشره وه چې له څو کلونو راهیسې یې پر ټوېټر مبارزه کوله.

محکمېجنان په نهو کلونو، اتو میاشتو او شلو ورځو زندان محکومه کړه.

جنان ویلي، دا محاکمه له ملنډو ډکه ده او تر استیناف پورې به ازاده وي.

جنان د استانبول ښاروالۍ ټاکنو کې د مخالف ولسي ګوند اکرم امام اوغلو په بریا کې ډېر رول لوبولی دی او د واکمن عدالت او پراختیا ګوند علي بن علي یلدریم پرضد یې سخته مبارزه کړې ده.

د اکرم امام اوغلو بریا د ولسمشر اروغان لپاره یوی لوی ګوزار و. نوموړی له ۱۹۹۴ تر ۱۹۹۸ پورې ښاروال و.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*