سهیل شاهین: په قطر کې مو له امريکايي لوري سره بيا خبرې پيل کړي

په قطر کې د طالبانو  سياسي ویاند سهیل شاهین پر خپل ټېو ټر ويلي دي ، چې یې له امریکایې لوري سره د شپې تر دوه نیمو بجو خبرو دوام کړی

او ماښام ملا برادر او ورسره هئیت یې له زلمي خلیلزاد، جنرال میلر او د قطر د بهرنيو چارو له وزیر سره ګډ مجلس درلود.

نوموړی وايي، چې د دواړو لورو مجلسونه مثبت و او ښه پر مختګ پکې شوی دی.

د شاهين ټويټ په دې ډول دى

پرون مو له امریکایې لوري سره دشپي تر دوه نیمو بجو مذاکراتي مجلس در لود او نن ماښام محترم ملا برادر اخند او ورسره هئیت یې له ډاکتر زلمي خلیلزاد، جنرال میلر او د قطر دبهرنیو چارو له وزیر سره ګډ مجلس در لود. دواړه مجلسونه مثبت و او ښه پر مختګ وشو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*