بش هم اعتراف وکړ

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد
د امريکې په سياسي کړيو کې يوه موسکا خپره شوه ځکه چې د ٢٠٠٦ ميلادي کال دمى پر ٢٥ په سپيڼې ماڼۍ کې جمهور رئيس بش او انګليس صدر اعظم ټوني بلير په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې .
بش ديو سوال په ځواب کې چې امريکائي عسکر به کله له عراقه ووځي ؟ وويل دامريکې لويه غلطي هغه چلند دى چې له عراقي بنديانو سره شوى و او دعسکرو دوتلو کار به هله وشي چې هلته په جبهو کې جنرالان ووايي .
سياسي مبصرينو خوشحالي څرګندوله چې ښاغلي بش دا ديوال مات کړ اعتراف يې وکړ او يوه غلطي يې ومنله .
له بلې خوا بل کلنټن دامريکې مخکيني جمهور رئيس د ٢٠٠٦ ميلادي کال دمى پر ٢٣ نيټې يو متحد المال ليک ليکلي چې مطلب يې دادى دکانګرس ټاکنې روانې دي خلک دې مرسته وکړي چې کانګرس کې اکثريت ديموکراتان وګټي او بيړه وکړئ چې ددغه مهال ګټه مو له لاسه ونه وځي .
ماته اجازه راکړئ چې ووايم دتاريخ په اوږدو کې دخوارانو او مالدارانو ترمنځ دومره لويه خلا نه وه لکه چې په دې پنځو کلونو کې رامنځ ته شوې ده داخبره تصادفي نه ده چې ټول دباو دسپين ږيرو او سپين سرو پر درملنې باندې دى ددې فشارونو ګټۀ يو په سلو کې امريکايانو ته رسيږي نورټول به تاوان وزغمي .
کوم کمى چې په بوديجې کې دى مونږ بويه له خپلو ماشومانو وغواړو چې هغه ورکړى څلور دورې چې اکثريت په کانګرس کې دديموکراتانو و داسې نه کيدل زه به دا ووايم چې که مونږ وګټله څه هيلې بۀ زرغونې شي که داسې نه وي مونږ به دامريکايانو په توګه پر شا لاړ شو .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*