انتونیو ګوتریش: افغانستان د ملګرو ملتونو ملاتړ ته لا اړتیا لري

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي چې افغانستان لا اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د ملګرو ملتونو ملاتړ ته اړتیا لري. په راپور کې راځي چې امنیتی وضعیت خراب دی، د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېرو کلونو په پرتله په ځلونو لوړه شوې ده،

اقتصادي وضعیت مثبت بدلون نه دی کړی،  د بشري حقونو له اړخه لا هم افغانستان تر ټولو په بد وضعیت کې دی  او لا هم خلک له فقر او بېکارۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ټاکنو په اړه هم اندېښنه ښودلې  او په خبره یې نا امني او فساد به د ټاکنو په لار کې تر ټولو ستر خنډونه وي.  انتونیو ګوتریش سره له دې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې شتون  ولري او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*