د امنيت موضوع معما نه ده

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

تاريخ ښيې کله چې په افغانستان کې بهرني پوځونه وي امنيت به نه وي .

دواړه نه کيږي رحمانه

يا به يار وي يا به دار

دپښتنو په سيمو کې دريمه لويه جګړه روانه ده په تاريخ کې همدا خبره ده چې اروپا_ امريکا خپل مدنيت په همدې بايلي چې .

دظلم کاسه نسکوره ده

امريکا او ا روپا په دې توريالي نه ګڼل کيږي چې پښتانه وژني . وزيرستان ، واڼه ، باجوړ ، کونړ ، پکتيا ، پکتيکا ، هلمند ، زابل ، ارزګان او کندهار لکه امريکا ، کاناډا ، انګلستان ، فرانسه ، هالند ، بلجيم ، ايټاليا ، جرمني ….. نه دي يوې خوا ته کلي دې بلې خواته دنړۍ لوى دولتونه له خپلو ټولو تخنيکي پرمختلليو وسلو سره اقتصادي قوت …… په مقابل کې .

چې دا حال ورباندې نه وي ورغلى

په وينا به څه ګروهيږي درحمان

ناټو نوې طريقې په کاروي

جګړه په افغانستان کې ده او يو افغان هم نه شي کولاى چې دغې جګړې ته پر عادي نظر وګوري. د ١٣٣٤ ل . هـ کال لويې جرګې کې چې وزير محمد ګل خان يې نايب رييس و په خپلې وينا کې يې وويل مونږ دالجزاير له مسلمانانو سرهم خوا خوږي لرو دسرحد پښتانه زمونږ وجود دى هرومرو زمونږ خواخوږي هغوى سره ډېره ده .

دناټو قوماندان وايي (( مونږ په جنوب کې چې ناکراري ډېره شوېده له نويو تکتيکونو کار اخلو چې هغه هوايې بمبارۍ دي )) يعنې څه ؟

دناټو عسکر به نه وژنو بمباري به کوو ، چې ټول مړه شي کوم يو شورشي طالب به هم مړ شي . حامد کرزى څو ځلې دوى ته ويلي دي چې په بمباريو کې له دقت نه کار واخلي چې بې ګنا او عام خلک ونه وژل شي داهسې يوه خبره ده .

دا په بم پورې اړه لري چې ګهنګار او بې ګناه وپېژني او حماقت ونه کوي دمشرانو دجرګې رييس ويلى چې دکابل دتيرى دوشنبې په ناکراريو کې ددغې ولسي جرګې دځينو غړيو لاس و که داسې وي نو جنوبي ولايتونو کې ولې جګړه ده چې خبره په ولسي جرګې کې وي يا په حکومتي چارواکو کې يا حکومت او ولسي جرګې کـې يا دپوليسو په آمرانو کې بيا دلته يا پاڅون يا کودتاده نو طالبان څه ګرم دي ؟

هغوى چې معاشونه اخلي باډي ګارد او مونږ غواړي دوى پاڅيدلي دي افغان حکومت ، امريکا ، اروپا په غرونو دښتو کې شپانه او بزګر وژني په دې کې دافغانانو لويه تباهي ده دخداى پار دى .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*