د امریکا کانګرس له خلیلزاد څخه د افغان سولې د هوکړې توضیحات غواړي  

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې له زلمي خلیلزاد څخه  غوښتي چې له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک په اړه دې په یوې ښکاره  غونډه کې د کانګرس غړو ته توضیحات ورکړي.

د دغې کمېټې ريیس ایلیوټ ایل انجل د امریکا له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي چې خلیلزاد دې نور له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک په اړه د جزیاتو پټول بند کړي.

په دې وروستیو کې زلمي خلیلزاد ویلي و چې د دغه هوکړه لیک متن نهایي شوی او د ولسمشر ټرمپ له امضا وروسته به پلی شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*