امريکا په اسياکې د پوځي حضورپه خاطرسوله ځنډوي

س، سيرت

امريکا چې د طالبانوسره په قطرکې مذاکرات ترلسم پړاوه ورسول او کيدې شي ‏تردې وروسته هم نا غيړي وکړي يواځنۍ موخه ېې داده چې د عربي هيوادونو او ‏فارس خليچ په څير په اسياکې هم پوځي حضور په لرلواستخبارات زيات کړي او آن ‏تردې چې افغانستان داسيالپاره يوه مورچه جوړه کړي څو په ټوله اسياکې د چين، ‏روسېې او ايران پرخلاف په هرڅه حاکميت هم ولري.‏

په قطرکې د امريکا او طالب مشرانو ترمنځ سوله وروستي پړاو کې وه په ډيرڅه ‏موافقه شوېده،هغه مخالفتونه او نه حل کيدونکي مسايل حل شوي وو چې سوله ېې ‏ټکنۍ کړې وه خو بيا هم د زلمي خليلزاد او طالبانو ترمنځ موافقې ته يوڅه تمه شته ‏خو د بهرنيوچارو وزير مايک پمپيو وايي چې هيڅکله به پرې لاس ليک ونه کړم.‏

له پرنګه وروسته چې پخواني شوروي او اوسنې امريکا د ناتوغړو هېوادونو په ملتيا ‏پر افغانستان يرغل وکړداېې ددې لپاره نه ؤ کړى چې له افغانستانه به بيا ووځي ، ‏امريکايي پوځونه د روسانو په څير افغانستان ته په ډير غرور راغلي وو خوچې د ‏افغان ولس مقاومت او سرښندنې ېې وليدلې اوس وتلو ته غاړه ږدي خو بياهم کوښښ ‏کوي چې يوڅه استخباارات اوبوځونه په اسياکې دخپل پوځي حضورلپاره پاتې کړي.‏

امريکايي چارواکو چې خپله په امريکا کې د افغان جګړې د دوام سره مخالفت وليد ‏يوشميرامريکايان او افغان حکومت د موافقې د جزیاتو خبرنه دي، زلمي خلیلزاد د ‏طالبانو سره د سولې لپاره د نهه پړاوونو نه وروسته د یوې موافقې متن لیکلی دی ‏خو ډير څه شته چې خليلزاد نه په امريکا کې د موجوده پاليسۍ مخالفين او نه افغان ‏حکومت ترې خبروي ځکه خو افغان حکومت هم انديښنه لري چې د موافقې يوڅه ‏جزيات ترې پټ ساتل شويدي.‏

تراوسه زلمي خليلزاد د دفاع وزيرمارک اسپردموافقې له متنه نه ؤ خبرکړې د ‏روانې مياشتې په درېمه ټرمپ ته د سولې د متن د ليدنې لپاره ورغى مارک اسپر ‏تائيدکړه چې د سولې متن زلمي خليلزاد ليکلي دى خوډيرڅه ېې پټ ساتلي دي .‏

په تيريوکال کې د ټرمپ د سياست له امله دهغه څخه خپل نږدي ٧ تنو استعفاوې ‏کړيدي د ې ټولو په دې استعفاوې کړي چې په موجوده وخت کې په اسياکې د امريکا ‏پوځي حضورد دوې لپاره تاواني دى او په افغانستان کې روانه جګړه هم بايد پاې ته ‏ورسيږي .‏

امريکا په اسياکې خپل پوځي حضورلکه دمخه مو چې يادونه وکړه د چين، روسېې ‏او ايران په محالفت ساتې دا مهال په افغانستان کې ٩٨٠٠پوځيان حضورلري، د ‏خليلزاد په ليکلي متن کې که افغانستانه ٥٤٠٠ پوځونه واستل شي بيابه هم ‏‏٤٤٠٠پوځونه اوناڅرګند شيمر استخبارات په افغانستان کې پاتې وي.‏

امريکا په عربي هېوادونو کې د خپلې خوښي پوځونه لري دا مهال امريکا په بحرين ‏کې د سمندرې ځواکونو پينځه بيړې لري چې په هره بيړۍ کې ميشت پوځونه په ‏هرډول وسلو سمبال دي.‏

امريکا سره له دې چې له عراقه ېې د خپلو پوځونو د استلو اعلان کړى دى خو بيا ‏هم تر ٥٠٠٠ زيات پوځونه ېې په عراق کې ميشت او دعراق روانه وضع پرې ‏څاري.‏

کويټ چې په ټوله عربي نړۍ کې د تيلو شتمن هېواد دې له عراقه د خلاصون ‏وروسته پکې ١٣٠٠٠عسکر لري چې دکويټ د اهمو ځايونو څارکوي له ‏‏٣٠٠٠څخه تر ٩٠٠٠ډالرو پورې معاشات لري چې ټول له کويټه پوره کوي.‏

په هغه قطرکې چې د طالب مشرانو او امريکايي پلاوي ترمنځ پکې د سولې خبرې ‏روانې دي د مرکزي قوماندې په مرکزالعديد هوايي ډګر او خواو شا کې ١٣٠٠٠ امريکايي پوځونه ځاې پرځاي شويدي،. د بحرین دوې پوځې او یوه سمندري اډه د ‏امریکایي پوځیانو په اختيار کې ده. به بحرېن کې ۲۲۰۰ داسې امریکایي زرې موټرې هم ‏موجود دي چې ځمکني ماینونه یي نه شي ویجاړولی.‏

‏ امريکا ايرن سره د ترخو حالاتو د رامنځ ته کيدا وروسته په عربستان کې د خپلو ‏پوځونوشمير ٥٠٠٠ زرو ته لوړ کړ او دعربستان پلازمېنې رياض د شهزاده سلمان ‏په هوايي ډګرکې د نويو توغنديو لرونکي الوتکې ېې ځاې پر ځاې کړيدي.‏

امريکا په متحده عرپي اماراتو کې مکمله سمندري قرار ګا لري پرايران د ګواښونو ‏او تاوتريخوالي له امله په سمندري قرار ګا کې د پوځونو شمير ٥٠٠٠ته نږدي کړ ‏او يوشمير پوځونه ېې دابوظهبۍ الظفر هوايي ډګر کې هم ځاې پرځاى کړيدي.‏

امريکا په افغانستان کې ريښتنې سوله چې دافغان ولس ارزوده نه غواړي هغه سوله ‏‏ کوي چې هم ېې په افغانستان کې پوځيانو هم استخبارات او هم ېې دخپلې خوښي ‏حکومت پاتې شي، په هره دوره انتخاپاتوکې بايد دامريکا د خوښي حکومت وي اوپه ‏ټول افغانستان بايد امريکا پوځي څار هم ولري، بياهم افغان ولس تمه لري لکه ‏څرنګه چې انګريزاو روسان له خپله غروره سرټيټي په تيښته شول داسې په امريکا ‏هم په ټوله نړۍ کې په شرميدلې ماتې سرټيټي اوکوزګورې شي.‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*