چې په نامه پښتون غوڅيږي پرې خوښيږي

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

اورنګ زيب هسې پادشاه دى داسلام

د پښتون داستان لرغونى دى د آريانا تلويزيون د ٢٠٠٦م کال دمئى په ٢٣ د ائتلاف دقواو دکندهار دپنجوايي دبمباريو ټپيان وښودل له دغو ټپيانو يوه وويل تر دوه سوه ډير خلک وژل شوي قتل عام همدا دى لويدلي منحط ړانده وايي افغانستان به اباد شي

حميد وايي

دخسڼې په څير سپک بې قدره ښه يم

خداى مې مه که هسې دروند چې په چا بار شم

ددفاع وزير وردګ وويل غلط معلومات ورکړاى شوي وه

څوک غلط معلومات ورکوي ؟

تر کله يې ورکوي ؟

چنګيز خان له يوه پوه سړى څخه پوښتنه وکړه خلک به زما په باب څه ډول قضاوت وکړي ؟

هغه ورته وويل خانه ته خو خلک ژوندي پريږده چې قضاوت وکړي

افغانستان دچا دپاره اباده وئ ؟ چې دوينو سيلاب روان وي !

څوک له امريکا اروپا ګيله نه کوي ګيله له خپلو لويدليو ړندو ده چې په زړونو کې يې نورې خبرې دي دروغ وايي

ټول تاريخ ته ګرم دي غاړې يې بندې دي

که هزار ځله  لاسونه سره کړې پر نکريزو

تا زما په وينو وللي دي پوهيږم

ناخوال

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*