په کابل کې چاودنه شوې ده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي دي ،نن  ګهیځ شاوخوا لس بجې د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند شش درک سیمه کې چاودنه شوې. خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

چاودنه دومره زوروره وه چې ورڅېرمه سیمې یې ولړوزولې

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددې بريد پړه منلې  پر خپل رسمي ټويټر يې ليکلي دي چې  نن لس بجې د کابل ښار ۹ حوزه کې د کابل ادارې د استخباراتو د ریاست چهل په نظام قراول کی د بهرنیو  په هغه قطار برید وشو چې دغه ریاست ته داخلیده،

چې له امله  ۱۲ بهرني  او ۸ تنه  د ملي امنیت  عسکر وژل شوي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*