افغان ځواکونو په جلال اباد کې ٤ وروڼه وژلي دي

ننګرهار ولایت سیمه ییزوچارواکو ويلي ، د افغان ځواکونو ‘صفر دوه’ قطعې تېره شپه د ننګرهار ښار په مرکز جلال اباد کې پر یوه کور عمليات او څلور وروڼه یې وژلي دي، پېښه د جلال اباد ښار ۴ ناحيه مجبور اباد سيمه کې رامنځته شوې ده د افغان ځواکونو  له دې کور پنځه کسان له ځان سره وړي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼی پېښه تاییدوي او وايي “صفر دوه ځواکونو تېره شپه عملياتو پر مهال څلور تنه شهيدان کړي، موضوع مرکز سره شريکه شوې او ترې د جدي قانوني چلند غوښتنه شوې”

سلګونو ځايي خلکو دغه د څلورو وروڼو مړي د اعتراض په ډول د ننګرهار ولایتي ادارې مخ ته وړي او له حکومت غوښتنه کوي چې عاملان یې د قانون منګولو ته وسپاري.

دوی ويلي دي چې  وژل شوي ځوانان حکومت پلوه وو او هم یې دولتي دندې درلودې او بې گناه وو

خو د ملي امنيت رياست د صفر يو او صفر  ٢ قطعې په يوې خبر پاڼه کې ويلي دي  په ننگرهار کې د داعش د مالي مسول قاري جهانزیب په گډون يې د داعش ٤ کسان يې وژلي دي

 

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*