لومړى د سولې زمينه برابرول بيا سوله

سرليکنه ‏

په افغانستان کې د سولې لپاره که د يوې خوا هڅې روانې دي نو له بلې خوا د سولې ‏پرمخ خنډونه هم رامنځ ته کيږي، چې په قطرکې ېې د طالبانو او امريکايي پلاوي ‏ترمنځ سوله ترلسم پړاوه وغځوله‏

طالبانو په وار وار ويلي چې که په رښتيا سره امريکا په افغانستان کې سوله ‏غواړي نو خپل پوځونه دې په بشپړتوګه له هېوادڅخه وباسي، په زندانونوکې د ې ‏د طالبانو بنديان خلاص او … هغه شرطونه دي چې په حقيقت کې په افغانستان کې ‏سوله راوستونکي شرطونه دي.‏

په مقابل کې امريکا داسې شرطونه ايښي دي چې هغه سولې سره هيڅ اړخ نه لګو ‏ي  بلکې سوله همدې شرطونوله منځه وړې او جګړه ېې دوامداره کړيده، هغه  ‏مهال چې په افغانستان کې امريکايي او نور د ناټو په چوکاټ کې بهرني پوځونه ‏موجود نه وو د امريکا پرخلاف چا د مخالفت شعار هم نه ورکاوه خو کله چې ‏امريکايي پوځونو په افغانستان يرغل وکړ پرخلاف ېې وسله وال پاڅون وشو  ترنن ‏ورځې پورې ېې پرخلاف جګړه روانه ده، ټول افغان ولس او آن په حکومت کې ‏داخل د لوړو پوستونو خاوندان يې  مخالف دي يواځې يوڅه  اشخاص دي چې د ‏حکومت شتون دبهرنيوپوځونو د شتون پورې تړلې بولې  .‏

امريکايي دپلوماتان وايي چې لومړې دى په افغانستان کې طالبان دامريکايي پلاوي ‏سره د سولې هوګړه وکړي بيا به له افغانستان څخه  امريکايي پوځونه ووځي، دلته ‏دوه ټکي چې د امريکا دوه مخي ثابته وي يوداچې امريکا نړيوالو ته ځان سوله ‏غوښتونکي او طالبان د سولې مخالف معرفي کوي دويم داچې لومړى له طالبانو د ‏سولې هوکړه اخلي بيا لکه اوس چې د يرغل لپاره پلمې ګوري بيا به د پاتې پوځونو ‏د شتون لپاره پلمې ګوري .‏

که په رښتيا سره امريکا په افغانستان کې سوله غواړي خپل پوځونه دې وباسي بيا ‏که دامريکايي دپلوماتانو په وينا په افغانستان کې جګړه روانه وي امريکا ته خو د ‏جګړې پاې ته رسول ګران نه دي ټرمپ وايي چې په يوه اوونۍ کې طالبان له منځه ‏وړلاى شم، بيانو ولې د پوځونو په وتلو په افغانستان کې له نا امنيو ويره لري؟.‏

که امريکا په افغانستان کې دجګړې پاې ته رسول غواړي غوره داده چې د جګړې ‏د پاې ته رسيدا او سولې رامنځ ته کيدا زمينه برابره کړي،که امريکايي پوځونه په ‏افغانستان کې دجګړې توان نه لري افغان ولس هم نور د خپلو کورنيو د غړود ‏مرګونو او خپل هېواد د تباهيو د ليدلو توان نه لري. ‏

د طالبانو له خوا په افغانستان کې د سولې لپاره زمينه برابره ده په وار وار ېې ‏ويلي چې امريکا له افغانستان څخه پوځونه وباسي سوله سوله ده ، اوحقيقت هم همدا ‏دى که امريکا په افغانستان کې د کمونستي رژيم د نسکوريدا وروسته د نا امنيو او ‏خپل منځيو جګړو مثال ورکوي طالبان په هرډول خپلو وعدو ته ژمن دي، ‏خوامريکا ده چې پر افغانستان ېې د تاريخي دوستې سره سره يرغل وکړ او ترنن ‏ورځې پورې د افغان بې ګناه ولس ويني بهيږي، لومړې بايد امريکا د سولې زمينه ‏برابره کړي دجګړې د دوام مخه ونيسي  د طالبانو سره ېې خبرې بيا کاميابې ‏اوجګړه به پاې ته ورسيږي .‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*