اقتصادي بحران ساده خبره نه ده

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

بهرني هېوادونه نوره مرسته هله ورکوي چې سم پلان وښودل شي او هغوې ماهران او پوهان يې منظور کړي .

هغه هم له جوړولو تر منظوريدلو وخت غواړي په منځ کې به څه کيږي ؟ دماليې وزير ددې پر ځاى  چې ووايې نورې لارې به ولټول شي دپېسو کمبود او نور بدلونونه يې په ګوته کړل چې دهغو امنيت به ستونځى پېښې کړي هسې خو دحاجي ګک داوسپنې کان او دجنوب تېلو ته محمد داود خان هم په طمعه  ناست و او دخپل ميز په يوه خانه کې يې يو بوتل پټرول ايښوي وه هرچاته يې ښوده صبر وکړئ چې دا په لاس راشي .

ددولت کارونه مسخرې نه دي ٣٥ کاله کيږي چې وايو دادى روسيه تيل راته باسي دادى فرانسه

خوتيل لکه دريل پټلى نه راځي هماغه يوه ډيره غټه نمونه په دارالامان کې پاتې ده چې په يو جرمني اخبار کې يې ليکلي وه

دافغانستان لومړنى او روستنى دريل پټلى چې په درالامان کې ده دماليې وزير دبرېښنا او لارو خبره وکړه برېښنا هماغه ده چې دبرېښنا شرکت کړې ده بيا برق نشته لارې هم هماغه دي چې دعبدالملک عبدالرحيمزي په لومړي پنځه کلن پلان کې جوړې شوې وې

د محمد ګل خان امنيت دعبدالملک  عبدالرحيمزي اقتصادي پلان او د پاپا برېښنا بيرته نه راځي وعدې او غورې ډيري دي ماليي وزير خپلې غاړې خلاصې کړې چې اقتصادي بحران را روان دي

اقتصادي بحران ساده خبره نه ده هرڅه برباد وي که جګړه نه وي لوږه خلک وژني افغانستان به خداى مه کړه له منځني افريقايي هېوادونه نه شي چې دماشومانو به پښتۍ وتلي وي تېر ماښام بش دامريکې جمهور رئيس او ټوني بلېر دانګليستان صدر اعظم په خپلو مشکلاتو خبرې ورکړې د ٢٠٠٦م کال دمى ٢٥ .

ما وکړه بې شرمي

هغه مې نه شوله روزي

دکندهار دپنجوايي مړي مړي وه دژونديو لاسونه تړلي وه او په ځمکه ناست وه د

دقصاب په لاس دې ورکړم څه ګناه څه مې تقصير

لاس تړلى درته پروت يم ستا دزلفو په زنځير

ناخوال

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*