د کابل په چاودنه کې ۱۶تنه وژل شوي له ۱۲۰زیات ټپیان دي

دکابل ښار قابل بای سره نږدی ګرین ویلج کې تير ماسخوتن د  یوې موټربم چاودنې له امله ۱۶تنه وژل شوي او دټپیانو شمیر له ۱۲۰زیات شویدی.
دکورنیوچارو وزارت منلی چې دقابل بای په سیمه کې د موټربم چاودنې یاد ځآنی او مالی تاوانونوپه اړولو سره دتیلو پمپ هم اوراخستې او ترلرې لرې سیمه له خلکو خالی شوه.
دراپورونوپه اساس که څه هم دکابل پولیسو سیمه کلابند کړیده اود کورنیوچارو د وزارت په وینا وسله وال بریدګر ېې وژلي خو د موټربم دچاودنې دمړودشمیرپه اړه کره معلومات لا رسنیوته نه دی رسیدلي دومره ویل شوي چې په دې سیمه کې میشت کړل شوي بهرنیان نورو خوندی ځایونوته رسول شویدي.
دسیمې اوسیدونکي وايي چې چاودنه دومره سخته وه چې نږدی خواوشا کورونه ېې تاواني کړیدي ، یوشمیر خلکو په کابل کې د نا امنیوپه زیاتیدو او نه مهار ولولاریون لاریون کوونکو دکابل – جلال آباد لاره تړلې ده .

طالبانو ددې بريد مسوليت منلى  دى

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*