خلیلزاد: دهوکړې له مخې به له پنځو پوځي اډو امريکايي ځواکونه ووځي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ويلي دي ، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي.

دا خبرې  خلیلزاد په کابل کې له طلوع نیوز خبري شبکې سره په یوه مرکه کې  کړې او زياته کړې يې ده چې ، امریکایان او طالبانو د دوحې خبرو په ترڅ کې په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته رسېدلي دي.

خو نوموړي وويل ، دا هوکړه به هله د پلې کېدو وړ وي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې هم وګوري او د هغه لخوا هم ومنل شي.

د خلیلزاد په وینا، د ولسمشر ټرمپ له تائید وروسته به په راتلونکو څو ورځو کې د بین الافغاني ناستې لپاره ځای او نېڼه اعلان شي.

ده زیاته کړه، له هغو سیمو چې امریکایي پوځیان ووځي، هلته به جګړه کمه شي. خو ټینګار یې وکړ چې دا د کوم اوربند په معنی نه ده، او اروبند باید د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا برخه وي.

زلمي خلیلزاد وویل، امریکا له طالبانو سره خبرو کې یوه سره کرښه هم لري، او هغه دا چې  امريکا هېڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر نامه لاندې نظام رامنځته شي، او هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د زور له لارې داسې وکړي.

خو ده ومنله چې دې هوکړې په متن کې یې طالبان ته د اسلامي امارت اصطلاح کارولې او دا ډلې یې په همدې نامه یاده کړې، خو روښانه یې کړه چې امریکا د افغانستان جمهوري حکومت په رسمیت پېژني او طالبانو ته د یوې ډلې په سترګه ګوري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*