اقتصادي بحران پر لارې دى

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

دغبرګولي پر پنځمې ١٣٨٥ لمريز کال په داسې حال کې چې امنيتي وضعه ډيره ويجاړه ده دماليې وزير داقتصادي بحران خبر ورکړ

ولسي جرګې د ١٣٨٥ لمريز کال بوديجه نه ده منلې دهېواد ټول لګښتونه د تېر کال دبوديجې له مخې سرته رسيږي .

په نوې بوديجې کې هرڅه چې په نظر کې نيول شوي هغه ليا پاتې دي دنوى کار دريمه مياشت پروتو ده

مهم نا حله مالي مسايل دادي

١- امنيت

٢- په زر هاو مات او ګوډ معلولين او معيوبين

٣- کونډې او يتيمان

٤- عسکري بيکاره بې تقاعده منصبداران

٥-  پر زرهاو بيکاره ښوونکي او هغه ښوونکي چې بې معاشه دي .

٦- دمشرانو او لسي جرګې دغړيو دمعاش او لګښتونو ډير والى .

٧-  ملي توليد په ټپه ولاړ دى

٨- ددولت هيله دکانو او معادنو ايستل دي چې په بشپړ امنيت پورې اړه لري .

٩- دخلکو ويسا ورځ پر ورځ کميږي

بهرني ١٦ ميلياده ډالره سم نه ښکاري چې څه شول دهغو معلومول بل بحران دى چې دولت يې نه شي حلولاى .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*